روسیه د سوریې پرضد دبندیزونو دختمیدا ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61713-روسیه_د_سوریې_پرضد_دبندیزونو_دختمیدا_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل ماسکو د سوریې پرضد دبندیزونو دلغوه کیدا ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2017 01:24 Asia/Kabul
  • د سوریې د کړکیچ دحل په اړه داستانه دنړیوالې غونډې اتم(۸)پړاو  پرون او نن په قزاقستان کښې ترسره کیږي .
    د سوریې د کړکیچ دحل په اړه داستانه دنړیوالې غونډې اتم(۸)پړاو پرون او نن په قزاقستان کښې ترسره کیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل ماسکو د سوریې پرضد دبندیزونو دلغوه کیدا ملاتړ کوی .

هغه پرون په ماسکو کښې دسوریې په چارو کښې دملګروملتونو له ځانګړی استازی اسټیفن ډی میستورا سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل  دسوریې پرضد د لویدیځو هیوادونو ټول یواړخیزه بایکاټونه چې ددغه هیواد په ښاریزو یې اغیز کړی دی باید لغوه شی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف دغه راز په «سوچی» ښار  کښې د سوریې د ملی خبرو د غونډې د ترسره کولو لپاره د اقداماتو په باره کښې د خبرو لپاره د ماسکو په چمتووالی ټینګار وکړ .

دسوریې په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړی استازی اسټیفن ډی میستورا هم په دغه خبری کانفرنس کښې وویل دسوریې دمسایلو  دحل په بهیر کښې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوی دی .

هغه  د روسیې له دفاع وزیر سرګی شایګو او له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په کتنو کښې هم ویلی روان میلادی کال د سوریې لپاره ځانګړی کال وو او ددغه هیواد دکړکیچ په حل کښې ستر بریالیتوبونه ترلاسه شوی .

د سوریې د کړکیچ دحل په اړه داستانه دنړیوالې غونډې اتم(۸)پړاو  پرون او نن په قزاقستان کښې ترسره کیږی .