دسوریې عسکرو له ترهګرو بل کلی هم ازاد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62123-دسوریې_عسکرو_له_ترهګرو_بل_کلی_هم_ازاد_کړ
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ دحماه ولایت دشمال ختیځ په خوا کښې« ام حارتین» کلی له ترهګرو ازاد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 01:31 Asia/Kabul
  • دسوریې په مریمین کلي کښې د ترهګرو په هوان حملې کښې هم عمومي او خصوصي ځایونو ته زیات تاوانونه ورسیدل .
    دسوریې په مریمین کلي کښې د ترهګرو په هوان حملې کښې هم عمومي او خصوصي ځایونو ته زیات تاوانونه ورسیدل .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ دحماه ولایت دشمال ختیځ په خوا کښې« ام حارتین» کلی له ترهګرو ازاد کړ .

دغه راز د سوریې دحمص ولایت په شمال لویدیځ کښې په« مریمین» کلی د ترهګرو پرونۍ حمله هم د پوځ او ولسی ډلو لخوا په شا وتمبول شوه .

وسله والو ترهګرو په دغه حملې کښې د تاوتریخوالی د کمولو دسیمو د موافقې تر پښو لاندې کولو سره له «الحوله »سیمې دمریمین کلی په خوا کښې په موجودو پوځی مرکزونو یرغل وکړ چې په نهایت کښې د وسله والو ترهګرو دکاملې ماتی سبب شو .

دسوریې په مریمین کلی کښې د ترهګرو په هوان حملې کښې هم عمومی او خصوصی ځایونو ته زیات تاوانونه ورسیدل .

د سوریې دحکومت او د وسله والو مخالفو ډلو ترمینځ د روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې دیودیرشمې(۳۱) نیټې د تفاهم پراساس د حمص ښار شمالی سیمه د تاوتریخوالی دکمولو په سیمه کښې شامله کړې شوی ده .

دسوریې حکومت دهیواد دځمکنۍ بشپړتیا په وحدت ټینګار سره  دشوی موافقې خلاف ورزۍ ته پریکنده او پیاوړی ځواب ورکول خپل حق ګڼی .

په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره چې اوس یې سخته ماتی خوړلی ده امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسه ، اسرائیل ، اردن ، بحرین ، متحده عربی امارات ،کویت وغیره ډیرې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .