هندوستان لرواټنه الټراسونک توغندی وازمایه
Dec 29, 2017 13:26 Asia/Kabul
هندوستان د دوو زره کیلومیټره واټن وهونکی له غږه چټک تلونکی الټراسونیک توغندی په کامیابۍ سره وازمایه.
د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان د دفاعي صناعیو د تحقیق او پراختیا ادارې DRDO نن اعلان وکړ چې دغه توغندی له عبدالکلام جزیرې څخه د هدف په لور وتوغول شو او وتوانیده چې د نښې په مینځ لګیدو سره هغه له مینځه یوسي.
د هندوستان د پوځي چارواکو په وینا، د هندوستان د بالیسټک توغندیو دفاعي سیسټم دا توان لري چې د دښمن ایټمي بالیسټک میزائلونه په نښه او له مینځه یوسي.
یاده دې وي چې هندوستان تیره میاشت هم د براهموس په نامه له اوازه تیز تلونکی کروز توغندی، د ایټمي خولۍ د وړلو په وړتیا سره وازمایه.
ټیګونه