په سوریې کښې دامریکا نورې وسلې کشف شوی
-
دبوکمال ښار په ازادیدا سره په سوریې کښې دداعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې دوسیه عملا وتړل شوه .
فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ پرون په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دامریکا د جوړو وسلو ، مهماتو او د چاودیدونکو موادو د کشفیدا خبر ورکړ .
دسوریې پوځ زیاته کړه دامریکا جوړې دغه ګڼ شمیر وسلې ، مهمات او چاودیدونکی مواد د دیرالزور ولایت دختیځ په خوا او دغه راز ددیرالزور ښار په بیلابیلو کوڅو کښې د داعش ډلې د مرکزونو د پاکولو په بهیر کښې کشف شوی دی .
دسوریې عسکرو د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه دیرالزور ستراتیژیک ښار د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازاد کړی وو .
دسوریې پوځیانو مخکې هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا په شمول دلویدیځو هیوادونو او دغه راز د اسرائیلو جوړې وسلې او مهمات کشف کړی وو .
د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، اسرائیلو ، فرانسې ، ترکیې ، اردن ، متحده عربی اماراتو، اردن او دنوروعربو او اروپایی هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو په پراخو حملو سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی وو .
دسوریې عسکرو د نوامبر په نولسمه (۱۹)نیټه د ایران داسلامی جموریت د پوځی سلاکارانو په مرستې او د لبنان دحزب الله غورځنګ او د روسیې په ملاتړ سره په ختیځ کښې د دیرالزور ولایت په جنوب کښې «بوکمال» ښار چې د داعش ترهګرې ډلې اخری مرکز وو ددغه ډلې له نیواک څخه ازاد کړ .
ددغه ښار په ازادیدا سره په سوریې کښې دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې دوسیه عملا وتړل شوه .