په سوریې کښې دامریکا نورې وسلې کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62245-په_سوریې_کښې_دامریکا_نورې_وسلې_کشف_شوی
فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ پرون په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دامریکا د جوړو وسلو ، مهماتو او د چاودیدونکو موادو د کشفیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 01:35 Asia/Kabul
  • دبوکمال ښار په ازادیدا سره  په سوریې کښې دداعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې دوسیه عملا وتړل شوه .
    دبوکمال ښار په ازادیدا سره په سوریې کښې دداعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې دوسیه عملا وتړل شوه .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ پرون په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دامریکا د جوړو وسلو ، مهماتو او د چاودیدونکو موادو د کشفیدا خبر ورکړ .

دسوریې پوځ زیاته کړه دامریکا جوړې دغه ګڼ شمیر وسلې ، مهمات او چاودیدونکی مواد د دیرالزور ولایت دختیځ په خوا او دغه راز ددیرالزور ښار په بیلابیلو کوڅو کښې د داعش ډلې د مرکزونو د پاکولو په بهیر کښې کشف شوی دی .

دسوریې عسکرو د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه دیرالزور ستراتیژیک ښار د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازاد کړی وو .

دسوریې پوځیانو مخکې هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا په شمول دلویدیځو هیوادونو او دغه راز د اسرائیلو جوړې وسلې او مهمات کشف کړی وو .

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، اسرائیلو ، فرانسې ، ترکیې ، اردن ، متحده عربی اماراتو، اردن  او  دنوروعربو او اروپایی هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو په پراخو حملو سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی وو .

دسوریې عسکرو د نوامبر په نولسمه (۱۹)نیټه د ایران داسلامی جموریت د پوځی سلاکارانو په مرستې  او د لبنان دحزب الله غورځنګ او د روسیې په ملاتړ سره په ختیځ کښې د دیرالزور ولایت په جنوب کښې «بوکمال» ښار چې د داعش ترهګرې ډلې اخری مرکز وو ددغه ډلې له نیواک څخه ازاد کړ .

ددغه ښار په ازادیدا سره په سوریې کښې دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې دوسیه عملا وتړل شوه .