هندوستان غواړي شل لکه مسلمانان له هیواده وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62393-هندوستان_غواړي_شل_لکه_مسلمانان_له_هیواده_وباسي
هندي چارواکو د دغه هیواد د نفوسو د احصائیو د لړلیک له خپرولو مخکښې په آسام ولایت کښې کابو شپیته زره پولیس ځواکونه دیره کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2017 18:04 Asia/Kabul
  • هندوستان غواړي شل لکه مسلمانان له هیواده وباسي

هندي چارواکو د دغه هیواد د نفوسو د احصائیو د لړلیک له خپرولو مخکښې په آسام ولایت کښې کابو شپیته زره پولیس ځواکونه دیره کړي دي.

هندي چارواکو د توکمپالو سیاستونو په غوره کولو سره د دغه هیواد په آسام صوبه کښې د استوګنو دوو میلیونو (شلو لاکو) مسلمانانو د ایستلو زمینه برابره کړې ده.

هندوستان پس له لسګونو بحثونو او کشمکشه د هند د شمال ختیځ آسام صوبه کښې چې له بنګله دیش سره پوله لري، د ښاریزو د نومونو د لیسټ د مسودې په برابرولو لګیا دی.

هندوستان مدعي دی چې دا لسټ د غیرقانوني بنګالي کډوالو د پيژندنې او ایستنې لپاره برابریږي.

دا په داسې حال کښې دي چې هندي چارواکو د دغه هیواد د نفوسو د احصائیو د لړلیک له خپرولو مخکښې په آسام ولایت کښې کابو شپیته زره پولیس ځواکونه دیره کړي دي.

د بهارتیا جنتا واکمن ګوند چې نریندر مودي یې وزیراعظم دی، ژمن دی چې د آسام صوبې د مسلمانانو خلاف یولړ تدابیر غوره کړي خو اټکل کیږي چې دا تدابیر په دغه صوبه کښې چې ډیر زیات مسلمانان پکښې اوسیږي، په فرقه ایزو شخړو بدل شي.

هندي چارواکو ویلي چې د آسام اوسیدونکي باید د خپل هندي ښاریزتوب د ثابتولو لپاره داسې اسناد او مدارک وړاندې کړي چې هغوي یا یې کورنۍ د ۱۹۷۱ کال د مارچ له ۲۴ نیټې نه له مخکښې څخه په هندوستان کښې اوسیدل.