روسیې په ایران کښې بهرنۍ لاسوهنه وغندله
-
دایران دښمانان تل د فرصت د ترلاسه کولو او زمونږ له ملت څخه د غچ داخیستلو کوشش کوي .
زمونږخبریال وایی د روسیې دباندنیو چارو وزارت پرون دایران په ځینو ښارونو کښې له بلواو وروسته دامریکا او د صهیونیسټ رژیم په شمول دهغې دملګرو هیوادونو وروستیو دریځونو ته په غبرګون کښې وویل په ایران کښې بهرنۍ لاسوهنه محکومه ده او هغه دنامنلو وړ ده .
دایران ولسمشر حسن روحانی هم پرون داسلامی شورا د تخصصی کمیسیون له مشرانو سره په غونډې کښې دهیواد بریالیتوبونه ددښمانو په سترګو کښې ازغی او د امریکا او دصهیونیسټ رژیم لپاره د نا زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه دایران دښمانان تل د فرصت د ترلاسه کولو او زمونږ له ملت څخه د غچ داخیستلو کوشش کوی .
هغه په دې خبرې سره چې په اقتصادی زمینه کښې ستونزې شته او له هغو انکار نشو کولای وویل دایران ملت به له دغو مشکلاتو په صلابت سره تیر شی او په ښه ډول به فرصت غواړو او بلواګرو ته چې د اسلامی انقلاب د ارزښتونو او سپیڅلتیاو سپکاوی یې کړی دی او عمومی ځایونه یې وران کړی دی پریکنده ځواب ورکړی .