دامریکا مرستیال ولسمشر د ایران دبلواګرو ملاتړ وکړ
زمونږ خبریال وایی دامریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس (Mike Pence)چې هیواد یې دایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ستره دوسیه لری پرون په ایران کښې د وروستیو بلواو ملاتړ وکړ .
له دې مخکې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په صراحت سره په ایران کښې د ورانکارو کسانو ملاتړ کړی وو .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز په نویو سپکونکو څرګندونو کښې دایران ملت وږی وباله .
هغه ادعا وکړه له ایران سره د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دحکومت له ویرونکی اټومی موافقې سره سره دایران خلک په ټولو سویو کښې د دیوالیه کیدا په حال کښې دی .
امریکا په خپل دوه سوه یوڅلویښت(۲۴۱) کلن تاریخ کښې په ځلونو دایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنې او پراخ جنایتونه ترسره کړی دی .
امریکا په ۱۳۳۲ هجری لمریز کال کښې دایران دهغه وخت د لومړی وزیر محمد مصدق دحکومت پرضد دکودتا په ملاتړ کولو سربیره دایران پرضد دعراق د بعث رژیم په اته (۸)کلن تپلی جنګ کښې هم د دیکتاتور صدام نیغ په نیغه ملاتړ کولو سره دایران پرضد دبعث رژیم په جنایتونو کښې ګډون لرلی دی .
امریکا دغه راز د ایران یوه (۱)مسافروړونکی الوتکه هم په قصدی ډول نسکوره کړی وه چې دا هم د امریکا یو بل ستر جنایت وو .
دغه راز د امریکا د ناجایز اولاد یعنی دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم پرون دایران د اسلامی جمهوریت پرضد دخپل غلیمانه کړچار په دوام کښې په ایران کښې د وروستیو بلواو ملاتړ وکړ .
هغه په ایران کښې د بلواګرو لپاره دبریالیتوب ارزو وکړه او ویې ویل زه په شخصی ډول دایران د بلواګرو ملاتړ کوم .
دنړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو په ځلونو اسرائیل د غاصب او په دنیا کښې د تاوتریخوالی د دودونکی رژیم په توګه بللی دی .
صهیونیسټ رژیم دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې په ډیرو جنایتونو او ناکراریو کښې لاس لرلی دی .
وژله ، د دیکتاتورانو ملاتړ او د سلطې د مخالفو او دخپلواکه هیوادونو دحکومتونو نسکورول په تیرو څو لسیزو کښې د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو یوه (۱)برخه ده .