امریکا په سوریې کښې دترهګرو د پاتې کیدا هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62757-امریکا_په_سوریې_کښې_دترهګرو_د_پاتې_کیدا_هڅه_کوی
فارس خبری اژانس وایی د سوریې د پارلمان د بهرنیو اړیکو دکمیسیون مشر عمار الاسد وویل په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو دشتون د دوام لپاره د امریکا هڅې بې نتیجې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 00:59 Asia/Kabul
  • امریکا په  التنف اډې کښې ټروریسټانو(Terrorists) ته پوځي روزنې ورکوي چې هغوې له حکومتي عسکرو سره وجنګیږي .
    امریکا په التنف اډې کښې ټروریسټانو(Terrorists) ته پوځي روزنې ورکوي چې هغوې له حکومتي عسکرو سره وجنګیږي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې د پارلمان د بهرنیو اړیکو دکمیسیون مشر عمار الاسد وویل په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو دشتون د دوام لپاره د امریکا هڅې بې نتیجې دی .

هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې دسوریې په پوځ د حملو لپاره له« التنف »اډې د داعش ترهګرې ډلې د څو ګاډو  چې بمونه پکښې کیښودل شوی وتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دامریکا چارواکی حاضردمه په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو په پاتې کیدا ټینګار لری خو تراوسه د واشنګټن پلانونو ماتی خوړلی ده .

دعراق سرحد ته نږدې التنف اډه دامریکا لخوا د سوریې له اجازې پرته جوړه شوی ده او امریکا په دغه اډې کښې ټروریسټانو(Terrorists) ته پوځی روزنې ورکوی چې هغوې له حکومتی عسکرو سره وجنګیږی .

دسوریې دپارلمان دبهرنیو اړیکو دکمیسیون مشر عمار الاسد دسوریې له  کرد بیلتون غواړو  په ملاتړ کښې د امریکا په  ورانونکی رول نیوکې سره وویل زمونږ کرد وړونه دترهګرو پرضد د سوریې دملت په بریالیتوبونو کښې شریک دی او په  کردانو کښې چې کوم کس بې لارې شوی دی نو باید د سوریې ملت ته ورستون شی .

هغه وویل امریکا د کردانو ملاتړ نه کوی بلکې دهغو کردانو ملاتړی ده چې له سوریې څخه   جلا کیدا ته ګروهنه لری .