امریکا په سوریې کښې دترهګرو د پاتې کیدا هڅه کوی
-
امریکا په التنف اډې کښې ټروریسټانو(Terrorists) ته پوځي روزنې ورکوي چې هغوې له حکومتي عسکرو سره وجنګیږي .
فارس خبری اژانس وایی د سوریې د پارلمان د بهرنیو اړیکو دکمیسیون مشر عمار الاسد وویل په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو دشتون د دوام لپاره د امریکا هڅې بې نتیجې دی .
هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې دسوریې په پوځ د حملو لپاره له« التنف »اډې د داعش ترهګرې ډلې د څو ګاډو چې بمونه پکښې کیښودل شوی وتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دامریکا چارواکی حاضردمه په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو په پاتې کیدا ټینګار لری خو تراوسه د واشنګټن پلانونو ماتی خوړلی ده .
دعراق سرحد ته نږدې التنف اډه دامریکا لخوا د سوریې له اجازې پرته جوړه شوی ده او امریکا په دغه اډې کښې ټروریسټانو(Terrorists) ته پوځی روزنې ورکوی چې هغوې له حکومتی عسکرو سره وجنګیږی .
دسوریې دپارلمان دبهرنیو اړیکو دکمیسیون مشر عمار الاسد دسوریې له کرد بیلتون غواړو په ملاتړ کښې د امریکا په ورانونکی رول نیوکې سره وویل زمونږ کرد وړونه دترهګرو پرضد د سوریې دملت په بریالیتوبونو کښې شریک دی او په کردانو کښې چې کوم کس بې لارې شوی دی نو باید د سوریې ملت ته ورستون شی .
هغه وویل امریکا د کردانو ملاتړ نه کوی بلکې دهغو کردانو ملاتړی ده چې له سوریې څخه جلا کیدا ته ګروهنه لری .