ترهګرو په سوریې کښې څلور کسان وژلی دی
Jan 10, 2018 02:31 Asia/Kabul
-
په سورې کښې ترهګرو اوس ماتي خوړلي ده اوامریکا دداعش ډلې یوشمیر غړي افغانستان ته انتقال کړي دي .
فارس خبری اژانس وایی ترهګرو د باب دوما ، القصاع او د ضاحیه الاسد په شمول د پلازمینې دمشق په دریو(۳)سیمو حملو سره څلور(۴) کسان ووژل او اوه دیرش (۳۷)نور ژوبل کړل .
د تاوتریخوالی دکمولو د سیمو د رامینځته کولوله موافقې سره سره چې له تیرو اوو(۷) میاشتو راهسې په سوریې کښې د اجرا کیدا په حال کښې ده وسله والې ترهګرې ډلې کله نه کله ددغه موافقې په خلاف ورزۍ سره په راکټونو او هوانونو سره ددمشق ښار غوطه شرقی ته په نږدې سیمو حملې کوی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې امریکا، انګلستان، فرانسه ، اسرائیل ، سعودی عربستان ، ترکیه ، متحده عربی امارات ، بحرین ، کویت ، قطر وغیره کوی .
په سورې کښې ترهګرو اوس ماتی خوړلی ده اوامریکا دداعش ډلې یوشمیر غړی افغانستان ته انتقال کړی دی .
ټیګونه