روسیې دامریکا دحملو مخه ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63083-روسیې_دامریکا_دحملو_مخه_ونیوله
زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل د دوې ځواکونو په تیرې شنبې ورځ دسوریې په حمیمیم هوایی اډې اوپه طرطوس کښې په سمندری اډې د امریکا دیوشمیر بې پایلوټه الوتکو د حملو مخه ونیوله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2018 04:15 Asia/Kabul
  • روسیه په سوریې کښې له ترهګرو ډلوسره حقیقي مبارزه کوي .
    روسیه په سوریې کښې له ترهګرو ډلوسره حقیقي مبارزه کوي .

زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل د دوې ځواکونو په تیرې شنبې ورځ دسوریې په حمیمیم هوایی اډې اوپه طرطوس کښې په سمندری اډې د امریکا دیوشمیر بې پایلوټه الوتکو د حملو مخه ونیوله .

د روسیې دفاع وزارت وویل په دغه حملې کښې دامریکا دیارلس(۱۳) بې پایلوټه الوتکو ګډون کړی وو چې اوه(۷) مو ترې نسکورې کړې او شپږ (۶)نورې مو له کوم تاوان رسیدا پرته کوزې کړې .

خو امریکا ویلی دی چې دغه هیواد په سوریې کښې د روسیې په پوځی اډو په حملې کښې لاس نلری .

روسیه په سوریې کښې له ترهګرو ډلوسره حقیقی مبارزه کوی خو امریکا او دهغه ملګری هیوادونه په تیره بیا عربستان د داعش ډ النصره او نورو په لسګونو ترهګرو ډلوپراخ مالی ،پوځی اواستخباراتی ملاتړونه کوی .

دغه راز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویندوی دیمیتری پسکوف وویل په سوریې کښې د روسیې عسکر له هرډول چیلنج سره د مقابلې لپاره ټول امکانات په اختیار کښې لری .