دامریکا ولسمشر ملی ترانه نه زده
Jan 10, 2018 04:28 Asia/Kabul
-
د پوهنځیو د فټبال دیوې سیالۍ په وخت د قومي ترانې په وخت ولسمشر ټرمپ دترانې ټکي هیر شول او یوازې خوله یې خوځوله .
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپل هیواد ملی ترانه یا سرود(National Anthem) هم هیر کړی خو هغه یوازې په خپلو مخالفینو باندې په نیوکه کولو او چټی خبرو کښې ښه مهارت لری .
تیره اونۍ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته چې ځان ډیر هوښیار او پوه سړی ګڼی خپله ملی ترانه هم یاد نه وه .
دامریکا په اټلانټا ښار کښې د پوهنځیو د فټبال دیوې سیالۍ په وخت د قومی ترانې په وخت ولسمشر ټرمپ دترانې ټکی هیر شول او یوازې خوله یې خوځوله .
اینټرنیټ پاڼو دامریکا دولسمشر ددغه کار په اړه غبرګون ښودلی دی او دامریکا خلک حیرانه دی چې ولسمشر ته یې قومی ترانه هم یاد نه ده .
ټیګونه