دجنوبی کوریا ولسمشر دشمالی کوریاله رهبرسره لیدوکاتو ته تیاردی
دجنوبی اوشمالی کوریا چارواکو پرون هم په جنوبی کوریا کې د راتلونکی ژمنیو اولمپیکی لوبو کې د شمالی کوریا د لوبغاړو د شتون په شمول دبیلابیلو مسئلو په باب په پانمونجوم سرحدی کلی کې په خبرواترو کې، سره موافقه کړې ، یوه داسې مسئله، چې د دواړو کوریاګانو ترمینځ د تاؤتریخوالی دکمیدو او داړیکو دښه کیدو لامل کیږی
د جنوبی کوریا یونهاپ خبری آژانس راپورو رکړی د جنوبی کوریا ولسمشر مون جائه این نن سهار په سئول کې پخپل کلنی پریس کنفرانس کې د شمالی کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره دلیدو لپاره دچمتووالی په اعلانولو سره وئیلی دی ، په دې باب لازم شرائط باید برابر ا و دشمالی کوریا ایټمی موضوع هم حل شی .
دجنوبی اوشمالی کوریا چارواکو پرون هم په جنوبی کوریا کې د راتلونکی ژمنیو اولمپیکی لوبو کې د شمالی کوریا د لوبغاړو د شتون په شمول دبیلابیلو مسئلو په باب په پانمونجوم سرحدی کلی کې په خبرواترو کې، سره موافقه کړې ، یوه داسې مسئله، چې د دواړو کوریاګانو ترمینځ د تاؤتریخوالی دکمیدو او داړیکو دښه کیدو لامل کیږی
په عین حال کې دکوریا ټاپو وزمې په ایټمی چارو کې د جنوبی کوریا ځانګړی استازی لی ډو هون هم وئیلی دی ، له شمالی کوریا سره په یوې موافقې کې ټاکل شوې ده ، دواړه کوریاګانې په سیمې کې د تاؤتریخوالی دکمیدو لپاره ، سره پوځی خبرې اترې ترسره کړی . . دا د ۲۰۱۵کال له دسمبره تر دې دمه ، د دواړو کوریاګانو لومړنۍ نیغ په نیغه خبرې اترې وې
په عین حال کې روئيټرز خبری آژانس راپورورکړی دشمالی کوریا چارواکو دایټمی خبرواترو له ترسره کیدا سره په مخالفت سره وئيلی دي په دې باب له هیچا سره خبرې نه کوي . دوي همداراز له دې مخکې هم په کرتو وئيلي دي ، یوازې هاله به چې امریکا د دغه هیواد په ضد خپل غلیمانه سیاست څنګة کړي ، دایټمي وسلو دپروګرام په باب خبرواترو ته تیارشي .