مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د قم د زرګونو خلګو په پرونۍ کتنه، د دوی ویناوی چاپ شوی، چی ځینی برخی یی پدی ډول دی: د اسلامی انقلاب معظم لارښود، امریکائیانو؛ د هیواد مسؤلانو او خلګو ته په خطاب کی د یو لړ مهمو ویناؤ په کولو سره، ټینګار وکړ:
د ؤلس ضد کسانو سره د ؤلس؛ د ایران ضد کسانو سره د ایران؛ او د اسلام ضد کسانو سره د اسلام جګړه، او دریدنه به د تیرو څلویښتو کلونو په شان دوام ومومی، خو د دښمن کینی ورې باید د دی سبب نه شی؛ چی مسؤلان د خلګو په تیره بیا د کمزورو پرګنو، له مشکلاتو او ناتوانیو څخه غافل شی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، پر دی په ټینګار سره چی په تیرو څلویښتو کلونو کی د ایران د ؤلس؛ په تیره بیا د ځوانانو خبره او دریځ، د زور وینی په وړاندی دریدل، او د قدرتونو تر یوغ لاندی نه تلل ؤو، زیاته کړه: د ایران ؤلس هماغه راز په همدغه منطق سره خپل لوړ هدفونه پرمخ بیایی.
دوی؛ په ایران کی د وروستیو ورځو د پیښو او قضیو په وړاندی د خلګو دریځنیونی، د ایران د ؤلس د دغې روحیې څرګندی نښی وبللې، او زیاته یی کړه: د ایران ؤلس د مرغومی په نهمه نیټه، چی دغه اور بلونې او شیطنتونه پیل شول، د هیواد په مختلفو سیمو کی خپل حرکت پیل کړ، خو کله چی یی ولیدل د دښمن مزدوران لاس نه اخلی، د ؤلس پرله پسی، او دوامداری مظاهرې تکراری شوې.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود تاکید وکړ: دغه ؤلسی مظاهرې، معمولی پیښی نه دی؛ او د دښمن د توطئې په مقابل کی، او پداشان نظم؛ بصیرت؛ شور او انګیزې سره دغه ستر، یو موټی او ؤلسی حرکت، په دنیا کی بی سارئ دئ.
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لیکل شوی، چی «داعش؛ له طالبانو سره د همکارۍ په باره کی د افغانستان خلګو ته خبر دارئ ورکړ»
داعش تکفیری- ترهه ګری ډلې د افغانستان په«غزنی» ولایت کی د شب نامو او پاڼو په خپرولو سره، د دغه ولایت خلګو ته خبردارئ ورکړ؛ چی له طالبانو سره له اړیکی او همکارۍ څخه ډډه وکړی. دغې ترهه ګرې ډلې د غزنی په«قره باغ» ؤلسوالۍ کی د شب نامو په خپرولو سره، خپل شتون اعلان کړ، او د غزنی له خلګو یی وغوښتل چی له طالبانو سره همکاری ونه کړی، او خپل بچیان او د کورنۍ غړی د طالبانو ډلې له لیکو څخه وباسی. په همدې اړه؛ د غزنی ولایت د«قره باغ» ؤلسوال«صاحب خان الهام» وویل: داعش؛ له طالبانو سره د همکارۍ په باره کی، د دغې ؤلسوالۍ خلګو ته خبردارئ ورکړئ دئ، او ویلی یی دی چی د هغوی سرونه به ور پری کړی.
له بلې خوا؛ د غزنی ولایت په مرکز کی د افغانستان د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته، د ۲۹ ؤ پوځی ځواکونو د مرګ ژوبلې سبب شوه.
*******
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د« برجام په هکله د ټرمپ دریځ؛ مقابله یا په شا تګ» تر سرټکی لاندی، د ایران له اټمی جامع پروګرام(برجام) څخه د وتلو یا په هغه د پابند پاتی کیدو لپاره، د سپینی ماڼۍ د ډرامو په باره کی، د محمد رضا ستاری په قلم، یو تحلیل لیکل شوئ، چی ځینی برخی یی را اخلو.
ټاکل شوې ده، سپینه ماڼۍ په راتلونکو ورځو کی څرګنده کړې، چی آیا امریکا په اټمی موافقه کی پاتیږی، یا دا چی ډونالډ ټرمپ، لکه څرنګه چی په ځلونو ټینګار کړئ، له دغې نړیوالی موافقې څخه وځی. له دې څخه وړاندی، رسندویی څیړنی؛ د ډونالډ ټرمپ او د هغه د ټیم په وسیله رامنځته شوې فضا او شرایطو ته په پام سره، د دی بیانونکی وې چی د امریکی د متحده ایالتونو ؤلس مشر به، د ټاکل شوی الټیماټم په پایته رسیدو سره، د ایران د بایکاټونو ځنډول تمدید نه کړی. دغه مسئله هغه وخت لا جدې شوه، چی د ایران د اټمی مذاکره کونکی ټیم ویاند، سید عباس عراقچی، د تهران د امنیتی کنفرانس په څنګ کی څرګنده کړه؛ چی له برجام څخه د امریکی د وتلو احتمال شته، او نړیواله ټولنه باید، ځان دغې مسئلې چمتو کړی.
د ایران د اټمی انرجۍ سازمان ویاندوی«بهروز کمالوندی» هم، خبر ورکړ: چی د یاد سازمان مشر«علی اکبر صالحی»، د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس له مشر«یوکیو آمانو» سره په ټلفونی خبرو کی، د امریکی د دولت له خوا د برجام د احتمالی پایمالولو او وعده خلافیو په هکله خبردارئ ورکړئ دئ.
د دغو خبرو او دریځنیونو سره په یو وخت، د ایران مقامونو په وروستیو وختونو کی ټینګار کړئ، چی ایران ځان د ټولو شرایطو لپاره چمتو کړئ، او له برجام څخه د امریکی د احتمالی وتلو لپاره، ټولې طرحې او پلانونه د میز په سر پراته دی. او حتی پدې اړه ویل شوی دی؛ چی د برجام د احتمالی پایمالولو په وړاندی د ایران ځواب به، ډیر ځپونکئ او له ګمان څخه اوچت وی.
*******
اوس هم د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کؤو؛ چی څه ډول لیکنی یی کړی دی:
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره په ګمارنو کې د مداخلې په تړاو د ملی شورا غړو ته د ولسمشر په پرونی خبرداری او د بریښنایی تذکرو د وېش په اړه په پورته شویو اعتراضونو بحثونه کړی دی.
سرخط
سرخط ورځپاڼې د ولسمشر پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلی دی چې له وزارتونو سره د ملی شورا د غړو معاملې په افغانستان کې د حکومت دارۍ په برخه کې یوه جدی ستونزه ګڼل کېږی.
ورځپاڼه لیکی:
د دې تر څنګ نوماند وزیران؛ چې له ولسی جرګې د باور رأیه ترلاسه کول ورته ضروری دی، د وکیلانو د نږدې کسانو د ګمارلو په اړه معاملې کوی، څو له جرګې څخه د باور رأیه ترلاسه کړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې ولسمشر ته پهکار ده چې د ملی شورا د غړو په څېر وزیرانو ته هم خبرداری ورکړی چې له وکیلانو سره له معاملو لاس په سر شی، ځکه د ورځپاڼې په وینا وزیر او وکیل د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره یو بل ته اړتیا لری، نو پهکار ده چې ولسمشر دواړو ته پام وکړی.
ورځپاڼې په پای کې دا هم لیکلی دی؛ چې د داسې مسایلو د خپرولو لپاره رسنیو ته لاسرسی ورکول به، د وکیلانو د مافیایی فعالیتونو په مخنیوی کې مهم رول ولوبوی.
هېرټ اف اېشیا
هېرټ اف اېشیا انګلیسی ژبې ورځپاڼې هم په ګمارنو کې د وکیلانو د مداخلې په اړه د ولسمشر پرونیو څرګندونو ته کتنه کړې ده او لیکلی یې دی چې ښاغلی غنی په خپلو خبرو کې دا خبرداری هم ورکړ چې د وکیلانو دا ډول مداخلې به ثبت او خپرې شی.
ورځپاڼه لیکی:
د دې خبرداری تر څنګ ولسمشر دا هم په ډاګه کړه چې په هغو ګمارنو به لاسلیک ونهکړی چې د فشار په وسیله کېږی.
ورځپاڼه لیکی چې ولسمشر غنی په خپلو څرګندونو کې دې ته هم اشاره وکړه، هغه کسان چې په واسطو ګمارل کېږی د جنګ له ډګره تښتی او دا کسان د ګمارنې په بله ورځ غلا کوی.
ویسا
ویسا ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د ولسمشر په د پرونیو څرګندونو یوه برخه راخیستې او لیکلی یې دی؛ چې ښاغلی غنی ژمنه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت کې به په واسطو ګمارنې پای ته ورسوی.
ورځپاڼه لیکی:
ولسمشر په خپلو خبرو کې دا باور څرګند کړ چې د پولیسو د اصلاح پرته د قانون پلی کول به ناشونی وی.
د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوی چې تر دې مخکې د کابینې ځینو غړو او د مدنی ټولنو غړو په بیا بیا ګمارنو او نورو چارو کې د وکیلانو د لاسوهنې په اړه شکایتونه کړی وو.
د بریښنایی تذکرو د وېش په درشل کې پورته شوی بحثونه بله مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحثونه کړی دی.
اوټ لوک افغانستان
اوټ لوک افغانستان انګلیسی ژبې ورځپاڼې د ولسمشر د دوهم مرستیال «سروردانش» په حواله لیکلی دی چې د بریښنایی تذکرو په وېش کې د ځنډ لامل ځینی قومپاله افراطیون دی چې دا پروسهیې یرغمل کړې ده.
خو ورځپاڼې دا نهدی لیکلی چې ښاغلی دانش په دې اړه د کومې ډلې او یا کس نوم یاد کړی او که څنګه؟ خو ویلی دی چې ښاغلی دانش له سیاسیونو او نورو مخورو وغوښتل چې د قومی مسایلو په اړه باید له زیات احتیاطه کار واخلی.
ورځپاڼه لیکی:
ټاکل شوې وه چې د بریښنایی تذکرو د وېش لړۍ تېره اوونۍ پیل شی، خو د ځینو وکیلانو د اختلافاتو له کبله ځنډېدلی ده.
ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا د بریښنایی تذکرو په اړه د مشرانو جرګې په حواله لیکلی دی چې په اساسی قانون کې د مصلحت لپاره ځای نهشته او حکومت باید ژر تر ژره د بریښنایی تذکرو د ویش لړۍ پیل کړی.
ورځپاڼه لیکی:
مشرانو جرګې دا غبرګون د ډاکتر عبدالله د وروستیو څرګندونو په وړاندې ښودلی او لیکلی یې دی چې د مشرانو جرګې رئیس ویلی که څوک د تذکرو د قانون په اړه ملحوظات لری، نو له قانونی لارو دې اقدام وکړی.
ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د یو بل غړی په حواله لیکلی دی چې د بریښنایی تذکرو په وېش کې ځنډ هم له اساسی قانون سرغړونه ده.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې هم د خپل لومړی مخ په یو مطلب کې د ولسمشر د دوهم مرستیال په حواله په غټو ټکو سره لیکلی دی چې د بریښنایی تذکرو د وېش بهیر د قومی افراطیونو لهخوا یرغمل شوی دی.
ورځپاڼې وړاندې د دې بهیر په اړه پورته شویو بحثونو ته په اشارې لیکلی دی چې باید زیات احتیاط وشی، څو دا بهیر د افغانانو ترمنځ د بېلتون سبب نهشی.