دامریکا ولسمشر دشمالی کوریا له مشر سره کتنې ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63141-دامریکا_ولسمشر_دشمالی_کوریا_له_مشر_سره_کتنې_ته_چمتو_دی
فارس خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ټرمپ دشمالی کوریا له مشر سره د خبروې لپاره چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2018 01:26 Asia/Kabul
  • دجنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این هم دشمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره د کتنې لپاره ګروهنه ښودلي وه .
    دجنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این هم دشمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره د کتنې لپاره ګروهنه ښودلي وه .

فارس خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ټرمپ دشمالی کوریا له مشر سره د خبروې لپاره چمتووالی اعلان کړ .

د جنوبی کوریا ځینو رسنیو دخپل هیواد دولسمشر مون جائه این   (Moon jae-In) او  د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیلی فونی خبرو  د خبر په خپرولوسره دشمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون(Kim Jong-Un)سره د خبرو لپاره د ډونالډ ټرمپ د چمتو والی خبر ورکړ .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون کابو دیرش(۳۰) دقیقې د جنوبی کوریا له ولسمشر مون جائه این سره په ټیلی فون باندې د شمالی او دجنوبی کوریا د مشرانو دخبرو اترو او د ژمی په اولمپیک لوبو کښې دشمالی کوریا د ورزش کارانو د ګډون په اړه دنظر تبادله وکړه .

دغه راز د کوریا ټاپو وزمې په اټومی چارو  کښې د جنوبی کوریا ځانګړی استازی لی دو هون(Lee Do Hoon) وویل له شمالی کوریا سره په شوی موافقې کښې وټاکل شوه چې په سیمه کښې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره پوځی خبرې اترې هم وکړی .

داپه داسې حال کښې دی چې شمالی کوریا له جنوبی کوریا سره د سې شنبې ورځې له خبرو وروسته وویل دخپلو اټومی وسلو په اړه به له جنوبی کوریا سره هیڅ خبرې ونکړی .

دجنوبی کوریا ولسمشر مون جائه این هم په تیرې سې شنبې ورځ دشمالی کوریا له مشر کیم جون اون سره د کتنې لپاره ګروهنه ښودلی وه .