امریکا د افغانستان عسکرو ته په روزنې کښې ناکامه ده
-
په افغانستان کښې دامریکا، انګلستان او دناټو دیره عسکر د کوکنارو په کر او د نشه ایزو موادو په قاچاق کښې نیغ په نیغه لاسونه لري .
زمونږ خبریال وایی له افغانستان سره د مرستې په چارو کښې د امریکا د پلټنې دفتر د افغانستان د هوایی او امنیتی ځواکونو د روزنې او د بیا رغاونې د پلانونو په اجرا کښې دامریکا ددفاع وزارت پینټاګان د ناکامۍ خبر ورکړ .
دغه دفتر په خپل نوی راپور کښې ویلی دی دامریکا عسکرو د افغانستان هوایی او امنیتی ځواکونو ته په روزنې ورکولو کښې ماتی خوړلی ده .
دغه راپور زیاتوی چې دامریکا دفاع وزارت پینټاګان دغه راز په افغانستان کښې د بیارغاونې په یوه پروګرام کښې شپږ سوه پینځه اویا(۶۷۵) میلیونه ډالره ضایع کړی دی .
له افغانستان سره دمرستو په چارو کښې دامریکا د پلټنې دفتر په خپل راپور کښې ویلی دی احتمال شته چې دافغانستان هوایی ځواک دخپلواکه پوځی عملیاتو داجرا لپاره ضروری وسونه او مهارتونه ونلری .
دغه راپور په داسې حال کښې دی چې له ناټو سره یوځاې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې په افغانستان کښې دامریکا پوځی شتون تراوسه ددغه هیواد دزرګونو خلکو له وژل کیدا او د بیخ بنایانو له تباه کیدا او دناامنۍ له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .
په افغانستان کښې دامریکا، انګلستان او دناټو دیره عسکر د کوکنارو په کر او د نشه ایزو موادو په قاچاق کښې نیغ په نیغه لاسونه لری .