امریکا د افغانستان عسکرو ته په روزنې کښې ناکامه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63145-امریکا_د_افغانستان_عسکرو_ته_په_روزنې_کښې_ناکامه_ده
زمونږ خبریال وایی له افغانستان سره د مرستې په چارو کښې د امریکا د پلټنې دفتر د افغانستان د هوایی او امنیتی ځواکونو د روزنې او د بیا رغاونې د پلانونو په اجرا کښې دامریکا ددفاع وزارت پینټاګان د ناکامۍ خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2018 01:59 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې دامریکا، انګلستان او دناټو دیره عسکر  د کوکنارو په کر او د نشه ایزو موادو په قاچاق کښې نیغ په  نیغه لاسونه لري .
    په افغانستان کښې دامریکا، انګلستان او دناټو دیره عسکر د کوکنارو په کر او د نشه ایزو موادو په قاچاق کښې نیغ په نیغه لاسونه لري .

زمونږ خبریال وایی له افغانستان سره د مرستې په چارو کښې د امریکا د پلټنې دفتر د افغانستان د هوایی او امنیتی ځواکونو د روزنې او د بیا رغاونې د پلانونو په اجرا کښې دامریکا ددفاع وزارت پینټاګان د ناکامۍ خبر ورکړ .

دغه دفتر په خپل نوی راپور کښې ویلی دی دامریکا عسکرو د افغانستان هوایی او امنیتی ځواکونو ته په روزنې ورکولو کښې ماتی خوړلی ده .

دغه راپور زیاتوی چې دامریکا دفاع وزارت پینټاګان دغه راز په افغانستان کښې د بیارغاونې په یوه پروګرام کښې شپږ سوه پینځه اویا(۶۷۵) میلیونه ډالره ضایع کړی دی .

له افغانستان سره دمرستو په چارو کښې دامریکا د پلټنې دفتر په خپل راپور کښې ویلی دی احتمال شته چې دافغانستان هوایی ځواک دخپلواکه پوځی عملیاتو داجرا لپاره ضروری وسونه او مهارتونه ونلری .

دغه راپور په داسې حال کښې دی چې له ناټو سره یوځاې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې  په افغانستان کښې دامریکا پوځی شتون تراوسه ددغه هیواد  دزرګونو خلکو له وژل کیدا او د بیخ بنایانو له تباه کیدا او دناامنۍ له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .

په افغانستان کښې دامریکا، انګلستان او دناټو دیره عسکر  د کوکنارو په کر او د نشه ایزو موادو په قاچاق کښې نیغ په  نیغه لاسونه لری .