ایران په اټومی موافقې کښې خپلې ژمنې اجرا کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63147-ایران_په_اټومی_موافقې_کښې_خپلې_ژمنې_اجرا_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارووزیر سرګی لاوروف پرون مازیګر دایران د بهرنیوچارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کښې وویل ایران د اټومی موافقې په چوکاټ کښې خپلو ټولو ژمنوته په کامل ډول پاې بند دی او په خپلو ژمنو یې عمل هم کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2018 02:12 Asia/Kabul
  • له بده مرغه د اټومي موافقې یوه (۱)غړي  هیواد(امریکا) نه یوازې خپلې ژمنې په کامل ډول اجرا کړي نه دي بلکې په دې زمینه کښې یې ورانونکي سیاستونه هم لرلي دي .
    له بده مرغه د اټومي موافقې یوه (۱)غړي هیواد(امریکا) نه یوازې خپلې ژمنې په کامل ډول اجرا کړي نه دي بلکې په دې زمینه کښې یې ورانونکي سیاستونه هم لرلي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارووزیر سرګی لاوروف پرون مازیګر دایران د بهرنیوچارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کښې وویل ایران د اټومی موافقې په چوکاټ کښې خپلو ټولو ژمنوته په کامل ډول پاې بند دی او په خپلو ژمنو یې عمل هم کړی دی .

هغه په دې خبرې سره چې د اټومی موافقې تحقق او اجرا ډیر مهم کار دی وویل د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس مشر یوکیا امانو هم اټومی موافقې ته د ایران پاې بندۍ تائید کړی ده .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل ماسکو د ایران داټومی موافقې د اجرا او د ډلوژونکو وسلو د نه خپریدا د مسلې دحل کیدا ملاتړ کوی .

هغه په سوچی بندری ښار کښې د ایران ، روسیې او  ترکیې د غونډې د ترسره کیدا دسریزو برابریدا ته په اشارې سره وویل په تیر کال کښې د قزاقستان په پلازمینې «استانه» کښې د سوریې په مسایلو د غور لپاره ترسره شوی غونډې رغنده وې .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف هم دروسیې له خارجه وزیر لاوروف سره په کتنې کښې د اټومی موافقې له اجرا د روسیې دحکومت دملاتړونو په قدرونې سره وویل اټومی تړون په تیرو کلونو کښې دنړیوالې ټولنې یوه(۱) محدوده بریا ده او اټومی انرژۍ نړیوال اژانس په ځلونو اټومی موافقې اجرا ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده .

هغه وویل له بده مرغه د اټومی موافقې یوه (۱)غړی  هیواد(امریکا) نه یوازې خپلې ژمنې په کامل ډول اجرا کړی نه دی بلکې په دې زمینه کښې یې ورانونکی سیاستونه هم لرلی دی .