جرمنی د اټومی تړون په کامل ډول اجرا ته ژمنه ده
-
پاریس د اټومي موافقې په کامل ډول اجرا کیدل غواړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دجرمنی د باندنیو چارو وزارت داټومی موافقې په اړه د امریکا د حکومت بیانیې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ برلین هماغه راز له ایران سره د اټومی موافقې دکاملې اجرا دوام ته ژمن دی .
دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل هم وړمه ورځ دایران له خارجه وزیر محمود جواد ظریف او د پینځه جمع یوې ډلې له خارجه وزیرانو سره او داروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست له مشرې میرمن فیډریکا موګرینی سره له ګډې غونډې وروسته ویلی وو دهر لوری هیواد لخوا د هرډول داغی کونکی فیصلې په وړاندې به د اټومی تړون ساتنه وکړی .
دغه راز داروپایی اتحادیې مشرې میرمن فیډریکا موګرینی وویل اټومی موافقه کارنده ده او دغه موافقه دخپل هدف په لور روانه ده یعنی دایران اټومی پروګرام تر کنټرول او څارنې لاندې دی .
دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلی فونی خبرو کښې د اټومی موافقې د نه پریښودلو غوښتنه کړی وه .
دفرانسې ولسمشر په دغو ټیلی فونی خبرو کښې ټینګار وکړ چې پاریس د اټومی موافقې په کامل ډول اجرا کیدل غواړی او ددغه موافقې دټولو لاسلیک کونکو هیوادونو لخوا ددغه تړون د پاې بندۍ پرضرروت ټینګار کوی .