شمالی کوریا د بندیزونو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ .
-
که چیرې دښمانان زمونږ پرضد لس (۱۰)کاله او حتی سل (۱۰۰)کاله هم بندیزونه اعمال کړي بیا به هم له مشکل سره مخ نشو .
زمونږ خبریال وایی د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون (Kim Jong-Un)وویل که چیرې دپیانګ یانګ پرضد نړیوال بندیزونه سل(۱۰۰) کاله هم دوام ولری دغه هیواد به له هیڅ مشکل سره مخ نشی او په وړاندې به یې مقابله وکړی .
هغه پرون وویل د شمالی کوریا د بریالیتوب یو(۱) عامل د علم او ټیکنالوژۍ پراختیا ته ددغه هیواد ځانګړی پام دی او په همدې اساس که چیرې دښمانان زمونږ پرضد لس (۱۰)کاله او حتی سل (۱۰۰)کاله هم بندیزونه اعمال کړی بیا به هم له مشکل سره مخ نشو .
دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون وویل د بهرنیو هیوادونو ددباونوپه وړاندې د مقاومت لپاره د پیانګ یانګ لوړ وسونه په خارج پورې د نه اړوندوالی ، د داخلی پیاوړی اقتصاد او د تحقیقاتو او ټیکنالوژۍ په حوزه کښې د شمالی کوریا د متخصصانو په دلیل دی .
دشمالی کوریا د مشر دغه څرګندونې ددغه اسیایی هیواد د توغندوی او د اټومی پروګرامونو په دلیل د ملګروملتونو دامنیت شورا بندیزونو ته په پام سره مطرح شوی دی .