دعراق پوځ دداعش سرطانی غده له مینځه یوړله
-
د عراق پوځ او وسله وال ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګ په حال کښې وو .
زمونږخبریال وایی د عراق دپوځ لوی درستیز عثمان الغانمی وویل داعش یوه(۱) سرطانی غده وه او پوځ وتوانیده هغه له مینځه یوسی .
هغه پرون په دې خبرې سره چې په روان میلادی کال کښې به دعراق امنیتی ځواکونه پیاوړی شی وویل د هیواد پوځ له داعش ترهګرې ډلې سره په جنګ کښې په اوسمهاله پړاو کښې یو(۱) ترټولو نادود جنګ وکړ او باید د عراق د حکومتی عسکرو د زیار او هڅې قدرونه وشی .
دعراق د پوځ لوی درستیز عثمان الغانمی په روان میلادی کال کښې د خپل هیواد دپوځ دماموریت په اړه وویل په نوی میلادی کښې د عسکرو یو (۱)پروګرام د سرحدونو په پاکولو تمرکز او د عراق د سرحدی لارو مدیریت کول دی .
هغه په دې خبرې سره چې دعراق پوځ یو (۱)حرفه ای او خپلواکه پوځ دی او د هیواد د اساسی قانون پراساس فعالیت کوی وویل پوځ به هیڅکله سیاسی نشی او زمونږ شعار د متحد عراق په چوکاټ کښې تفاهم دی .
د عراق پوځ او وسله وال ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګ په حال کښې وو .