دعراق پوځ دداعش سرطانی غده له مینځه یوړله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63271-دعراق_پوځ_دداعش_سرطانی_غده_له_مینځه_یوړله
زمونږخبریال وایی د عراق دپوځ لوی درستیز عثمان الغانمی وویل داعش یوه(۱) سرطانی غده وه او پوځ وتوانیده هغه له مینځه یوسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2018 02:36 Asia/Kabul
  • د عراق پوځ او وسله وال ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګ په حال کښې وو .
    د عراق پوځ او وسله وال ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګ په حال کښې وو .

زمونږخبریال وایی د عراق دپوځ لوی درستیز عثمان الغانمی وویل داعش یوه(۱) سرطانی غده وه او پوځ وتوانیده هغه له مینځه یوسی .

هغه پرون په دې خبرې سره چې په روان میلادی کال کښې به دعراق امنیتی ځواکونه پیاوړی شی وویل د هیواد پوځ له داعش ترهګرې ډلې سره په جنګ کښې په اوسمهاله پړاو کښې یو(۱) ترټولو نادود جنګ وکړ او باید د عراق د حکومتی عسکرو د زیار او هڅې قدرونه وشی  .

دعراق د پوځ لوی درستیز عثمان الغانمی په روان میلادی کال کښې د خپل هیواد دپوځ دماموریت په اړه وویل په نوی میلادی کښې د عسکرو یو (۱)پروګرام د سرحدونو په پاکولو تمرکز او د عراق د سرحدی لارو مدیریت کول دی .

هغه په دې خبرې سره چې دعراق پوځ یو (۱)حرفه ای او خپلواکه پوځ دی او د هیواد د اساسی قانون پراساس فعالیت کوی وویل پوځ به هیڅکله سیاسی نشی او زمونږ شعار د متحد عراق په چوکاټ کښې تفاهم دی .

د عراق پوځ او وسله وال ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګ په حال کښې وو .