د اسلامی ایران او دهند دملګرتیاو په پراختیا ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63275-د_اسلامی_ایران_او_دهند_دملګرتیاو_په_پراختیا_ټینګار_وشو
په هندوستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر غلامرضا انصاری په دې خبرې سره چې دایران په جنوب ختیځ کښې چابهار بندر تراوسه ښه ګټه لرلی ده وویل د هند له نورو بندرونو سره د ارتباطاتو پراختیا د چابهار بندر له پراختیا سره تړلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2018 03:00 Asia/Kabul
  • د ایران د ښار او لارو دجوړونې وزیر عباس اخوندي هم د هند او د ایران دتجارتي ملګرتیاو په غونډې کښې دګډون لپاره نوي ډيلي ته ورغلی دی .
    د ایران د ښار او لارو دجوړونې وزیر عباس اخوندي هم د هند او د ایران دتجارتي ملګرتیاو په غونډې کښې دګډون لپاره نوي ډيلي ته ورغلی دی .

په هندوستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر غلامرضا انصاری په دې خبرې سره چې دایران په جنوب ختیځ کښې چابهار بندر تراوسه ښه ګټه لرلی ده وویل د هند له نورو بندرونو سره د ارتباطاتو پراختیا د چابهار بندر له پراختیا سره تړلی ده .

هغه د هند او دایران داړیکو په ارتباط په نوی ډیلی کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې د دواړو هیوادونو ترمینځ ډیرې رغنده خبرې شوی دی هیله وکړه ددغو خبرو نتیجې د تهران او دنوی ډیلی د لوړرتبه چارواکو په راتلونکو کتنو کښې نهایی کیږی .

انصاری د ایران او د هند د موافقو د اجرایی کیدا لپاره د موجودو مشکالاتو په ارتباط وویل ددغو موافقو د اجرایی کیدا لپاره ترټولو ستر  خنډ  د پروژو مالی ملاتړ دی خو له نیکمرغه د هندوستان حکومت ویلی دی د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو ضروری ملاتړ به وکړی .

دغه راز د ایران د ښار او لارو دجوړونې وزیر عباس اخوندی هم د هند او د ایران دتجارتی ملګرتیاو په غونډې کښې دګډون لپاره نوی ډیلی ته ورغلی دی .