۵۴ افریقايي هیوادونو د ټرمپ سپکاوي ته غبرګون وښود
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو دفتر هم پرون د ټرمپ سپکې څرګندونې (توکمپالې) وبللې.
په ملګرو ملتو کښې د ۵۴ افریقايي هیوادونو سفیرانو د افریقایانو په هکله د امریکې د ولسمشر له سپکاوي ډکې څرګندونې وغندلې.
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د ۵۴ هیوادونو سفیرانو پرون په یوه خبرپاڼه کښې د دغې لوې وچې د هیوادونو او په امریکا کښې د افریقايي توکمو خلاف د ډونلډ ټرمپ وروستۍ سپکونکې او توکمپالې څرګندونې په کلکه وغندلې او په دې لړ کښې یې د امریکې د ولسمشر د بخښنه غوښتنې او د خپلو سپکو خبرو د بیرته اخیستو غوښتنه وکړه.
دغو سفیرانو د افریقايي او رنګین پوستو مهاجرینو خلاف د امریکې د حکومت او خپله د ټرمپ د توکمپالو دریځونو له دوامه اندیښنه څرګنده کړه.
یاده دې وي چې ډونلډ ټرمپ تیره پنجشنبه په یولړ سپکو څرګندونو کښې د هایټي، السالواډور او ځینو افریقايي هیوادونو په ګنده خانو بللو سره امریکې ته د دغو هیوادونو د مهاجرینو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو دفتر هم پرون د ټرمپ سپکې څرګندونې (توکمپالې) وبللې.