دامریکاکانگرس دې ایـټمی بټن له ډونالډټرمپه لیرې وساتی
دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالی کوریا درهبر کیم جونګ اون دنوی کال وینا په غبرګون کې چې وئیلی ئې وو، ایټمی بټن ئې پر میز کیښودلی دی ، پخپل ټولنیز چینل پیغام کې لیکلی دی ، چې دهغه په میز لازیات قدرتمن او ستر ایټمی بټن موجود دی او کار هم کوی .
سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی دامریکا دهغو اولسو پخوانیو افسرانوې ډلې چې له دې مخکې د ایټمی توغندیو دویشتلو مسئول وو، له ایټمی موسلو څځه ئې د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ داستفادې دامکان د محمدودولو غوښتنه کړې ده.
دغو افسرانو دامریکا کانګرس ته دیوه لیک په لیږلو سره ټینګار کړی ، چې ډونلډټرمپ د ا مریکا اودرستې نړۍ لپاره واقعی خطره ده .
په دغه لیک کې د ډونالډ ټرمپ وروستی ټویټ ته اشاره شوې چې هغه پکې ګواښ کړی ، دشمالی کوریا درهبر له ایټمی بټنه لاستر ایټمی بټن ئې په ا ختیار کې دی .
د دغه لیک لاسلیک کونکو همداراز د غه شان څرګندونې یوه غمیزه رامینځةکونکی او خطرناکې خبرې بللی او زیاته ئې کړې ده ، د ډونالډ ټرمپ دمطلق قدرت د درولو لپاره هیڅ ډول ډاډمن ضمانت نشته .