ایا امریکا په افغانستان کښې دجنګ د ختمولو اراده لری .؟
-
کوم منطق دغه خبره مني چې امریکا په افغانستان کښې د صلحې او دامنیت غوښتونکي ده او اقدامات یې د جنګ او دترهګرۍ دختمیدا لپاره دي .
زمونږ خبریال وایی حقیقت دا دی چې دامریکا هدف په افغانستان کښې د صلحې رامینځته کول نه دی او د افغانستان حکومت هم په داسې شرایطو کښې نه دی چې په خپلو پښو ودریږی او دبهرنیو هیوادونو په تیره بیا دامریکا مرستو ته اړتیا ونلری .
که چیرې دامریکا هدف په افغانستان کښې دصلحې رامینځته کول او د جنګونو او دناامنیو ختمول وائ هیڅکله به دغه جنګ تر روان میلادی کال(۲۰۱۸) پورې نه اوږدیده .
اوس دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی ستراتیژۍ پراساس افغانستان ته په زرګونو پوځی روزونکی او سلاکاران استول کیږی او یوځل بیا درنې وسلې انتقالیږی .
دامریکا هدف دا نه دی چې په حقیقی ډول داعش له مینځه یوسی .
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ادعا کړی ده افغانستان ته د نویو پوځی روزونکو ، سلاکارانو استول او د درنو وسلو انتقالول دداعش ډلې دختمولو لپاره دی خو د افغانستان او دسیمې د چارو نامتو کارپیژاند وحید مژده چې له تهران راډیو سره یې مرکه کوله ویلی دی دامریکا هدف په افغانستان کښې دداعش ډلې پیاوړی کول او د طالبانو ځپل او دافغانستان له حکومت سره خبرو ته دطالبانو مجبورول او له داعش ډلې سره دیوشمیر طالبانو یوځاې کیدل دی چې په نوی بڼه په افغانستان کښې جنګ او دغه راز د کوکنارو کر او د افغانانو وژله دوام ولری .
له بده مرغه د افغانستان حکومتی چارواکی د پردیو هیوادونو تر سیوری لاندې له ژوند کولو سره عادت شوی دی او ددغو چارواکو لپاره کوچنی چاپیریال کافی دی چې ځانونه پکښې واکمنان او امپراتوران ګڼی او که چیرې هغه مصیبتونه چې دافغانستان په مظلومو خلکو تیریږی نیمه ورځ په دغو چارواکو تیریدلی نو له خلکو سره یوځاې به یې له دغه مشکلاتو د وتلو لاره لټوله .
که چیرې فرض کړو دغه خبره سمه وی چې امریکا غواړی په افغانستان کښې امنیت تامین شی او روان حالت بدل شی نو بیا د طالبانو د وروستۍ اعلامیې منطق سم او پرځاې دی چې ویلی یې دی په هیواد کښې دصلحې او دامنیت تامینیدل د ځواکونو دشمیر په زیاتیدا او د جنګ په دوام سره نه تامینیږی .
که چیرې دامریکا او دناټو څه دپاسه یولک څلویښت زره(۱۴۰۰۰۰۰) پوځیان ونه توانیدل په افغانستان کښې صلح تامین کړی نو ایا اوس به دڅو زره خارجی عسکرو د شمیر زیاتیدل کومه معجزه وکړی .؟
په افغانستان او په سیمه کښې د صلحې او د امنیت د تامینیدا یوازنۍ لاره دا ده چې دجنګ ستراتیژۍ د صلحې او پخلاینې په ستراتیژۍ بدله شی .
دیوې ستراتیژۍ اعلانیدل اصلا یو(۱) هدف په ګوته کوی او دافغانستان او دجنوبی اسیا لپاره دامریکا نوی ستراتیژی د عسکرو دشمیر او د بمباریو په زیاتولو متمرکزه وه ، د امریکا په نوی ستراتیژۍ کښې د دښمن تعریفول او ددښمن د اصلی ځاې معلومول سم نه وو اوله بده مرغه د امریکا د ملی امنیت لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژۍ هم په داسې ټکو ټینګار کوی چې له یوې خوا یې په افغانستان کښې دجنګ او بدبختۍ له دوام سره غوټه خوړلی ده او له بلې خوا په دغه ستراتیژۍ کښې دایران اسلامی جمهوریت چې دافغانستان ګاونډی دی د ګواښ او دخطر په توګه معرفی شوی دی او دغه راز روسیه او چین هم دامریکا د پلانونو او پروګرامونو او په عین حال کښې د واشنګټن دملی ګټو په وړاندې د خنډونو په توګه بلل شوی دی .
امریکا چې په افغانستان کښې پوځی اډې لری دخپلو ملی ګټو په وړاندې د دغو خطرونو او خنډونو د ختمولو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کولای شی او خبره دا ده چې امریکا غواړي په افغانستان کښې پوځی اډې ولری او له ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه یو(۱) تعریف شوی جنګ دوام ولری او دداعش په شان ګرمه استخباراتی لوبه روانه وی او امریکا په زرګونو ګاډی او نور درانه تجهیزات دځان لپاره برابر کړی دی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم چې د داعش ډلې په جوړولو کښې له امریکا او سعودی عربستان سره ملګری وو خو ا وس چې له خپل سیاسی مخالف ګولان څخه دامریکا د ملاتړ پر سر یې له واشنګټن سره اختلافات اوج ته رسیدلی دی اعتراف کوی چې امریکا دغه ټول تجهیزات او درانه وسایل داعش ته برابر کړی دی او په دا ډول حالت کښې کوم منطق دغه خبره منی چې امریکا په افغانستان کښې د صلحې او دامنیت غوښتونکی ده او اقدامات یې د جنګ او دترهګرۍ دختمیدا لپاره دی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې ۱۴ نیټه