روبوټس د بې روزګارۍ خطر زیات کړی
-
دامریکا دپوهنتون دغه پروفیسر وویل زما په نظر په امریکا کښې د افیمو او دنشه ایزو موادو وبا ددغه ناهیلۍ پایله ده .
زمونږ خبریال وایی په ټوله نړۍ کښې روبوټس په چټکۍ سره دټولو کارونو د ترسره کولو کار ته مخه کړی ده چې له کبله یې په ټوله دنیا کښې د خلکو د بې روزګاره کیدا خطر رامینځته شوی دی .
دامریکا د اوکلاهاما پوهنتون د الیکټریکل اینډ کامپیوټر انجنیرینګ پروفیسر ډاکټر سبهاش کاک ادعا کړی ده ددغه حالت په وجه به په ټوله نړۍ کښې د ناهیلې په شان یو(۱) کیفیت پیدا شی.
هغه وویل د روبوټس په وسیله د کارونو دترسره کیدا په وجه به د انسان هیڅ قدر او ارزښت نه وی او دانسان وجود به بې معنا شی او ضرورت به یې پاتې نشی .
دغه پروفیسر مخکې هم اټکل کړی وو چې روبوټس به دنړۍ کابو ټول کارونه په لاس کښې واخلی .
هغه وویل د روبوټس په وجه به په پراخه سویه بې کارۍ زیاته شی ځکه چې خلک دزیات عاید دترلاسه کولو او له معنا ډک کارونه غواړی او له دې کبله به دنیا په ناهیلۍ کښې ډوبه شی .
دامریکا دپوهنتون دغه استاد وویل سیاست جوړونکی د هر چار لپاره لږ تر لږه عاید، د هر چا لپاره خواړه ، کور او د موبائل ټیلی فون د برابرولو دضمانت خبره کوی خو په روبوټس سره به ددغه مسلې بنیاد ختم نشی .
پروفیسر کاک وویل د نشه ایزو مواد استعمال او د سرزورو ډلو په لور د زلمیو لیوالتیا هغوې دروبوټ تحفه وبلله .
هغه وویل اتومات کارکونکی روبوټسونه به داسې نوښتونه وکړی چې انسان یې هیڅکله فکر هم نشی کولای .
دامریکا دپوهنتون دغه پروفیسر وویل زما په نظر په امریکا کښې د افیمو او دنشه ایزو موادو وبا ددغه ناهیلۍ پایله ده .