مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د اټمی جامع پروګرام (برجام) د راتلونکی په هکله، د ایران د حل لارو تر سرټکی لاندی لیکل شوی دی: د امریکی ؤلس مشر«دونالډ ټرمپ»، له دریو میاشتو جار او جنجال وروسته، باالآخره د اټمی مسایلو په اړه مربوط، د ایران د بندیزونو ځنډول لاسلیک کړل.
خو دا ځلې یی هم په برجام کی د امریکی د پاتی کیدو لپاره یو لړ شرطونه وټاکل او اعلان یی وکړ: زه پداسی حال کی د ایران د بندیزونو ځنډول اعلانوم؛ چی د دغه کار بیا سرته رسول، د برجام د نیمګړتیاؤو د لیری کولو لپاره؛ په هغه باندی په یو ځل بیا نظر اچولو پوری مربوط دی. هغه پدی خبرې سره؛ چی دا وروستئ فرصت دئ وویل: یوې نوې موافقې ته د لاس نه موندلو په صورت کی به، امریکا بیا د ایران د بندیزونو ځنډول تمدید نه کړی، او له برجام څخه به ووځی.
په همدې اړه؛ د تهران د شهید بهشتی پوهنتون استاد، ډاکتر علی بیګدلی، وویل: موږ پدې ځای کی له یوې خوا د اروپا؛ امریکی او ایران یو مثلث لرو، او له بلې خوا د اسرائیلو؛ امریکی او عربستان یو بل مثلث. دغه موردونه؛ د امریکی په دننه کی د نورو پرګنو او اړخونو په شمول، د دی سبب شوی دی، چی یوه ډله ټرمپ، د برجام د موافقې ساتلو؛ او یوه بله ډله له هغې څخه وتلو ته تشویق کړی.
پدی اساس؛ هغه شرطونه چی ټرمپ مطرح کوی زیات اهمیت نه لری، بلکه د برجام پیچلتیا او له خپلو لمړنیو اهدافو څخه د هغه لیری کیدل، د دی سبب ګرځیدلی دی؛ چی دغه موافقه د یوې غچ اخیستونکې وسیلې په توګه د سپینې ماڼۍ په واګه کی پاتی شی. د پوهنتون دغه استاد زیاتوی: په راتلونکو ۱۲۰ ؤ ورځو کی به همدغه قضیه او لانجه دوام ولری، او په نهایت کی باوری یم چی امریکا به له برجام څخه ووځی، او یو ځلې بیا د ایران په خلاف نوی بندیزونه ولګول شی.
*******
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی لیکلی دی:« ټرمپ، د ګنده اوبو په څاه کی ګیر شوئ دئ»
افریقایی هیوادونو او د مرکزی امریکا یو شمیر هیوادونو ته د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د سپکاوی په وړاندی نړیوال اعتراضونه اوعکس العملونه دوام لری. خو پدی منځ کی، تر ټولو زیات افریقایی هیوادونو په کلکه د دغې موضوع په وړاندی عکس العمل وښود. د افریقا اتحادیی او په ملګرو ملتو کی د افریقایی هیوادونو سفیرانو، په بیلابیله توګه، د ګنده اوبو د څاه په نامه د افریقایی هیوادونو د یادولو په هکله د ډونالډ ټرمپ څرګندونی وغندلی، او له هغه یی وغوښتل چی په یوې بیانیه کی له هغوی څخه بخښنه وغواړی.
د افریقې اتحادیې پخپله بیانیه کی ولیکل: دغه اتحادیه؛ د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» له کرکجنو ویناؤو څخه، د خپل خپګان، ناهیلۍ او قهر مراتب اعلانوی. دغه څرګندونی؛ د بشریت د مرتبې او شأن په هکله بی احترامی، قومی ډول ډول والی ته بی پامې، او امریکایی باورونو ته سپکاوی کول دی.
په ملګرو ملتو کی د افریقایی هیوادونو سفیرانو او استازیو هم، د یوې اعلامیې په ترځ کی، د امریکی د ؤلس مشر وحشی ډوله؛ توکم پالی او له جنایت څخه ډګی څرګندونی وغندلی. دغو نمایندګانو؛ د دغې مسئلې د څیړلو لپاره د یوې بیړنۍ غونډې له کولو وروسته، ګډه اعلامیه صادره کړه. پدغه اعلامیه کی راغلی دی: پدغو څرګندونو کی د متحده ایالتونو د ودې په پروسه کی، افریقې او افریقائیانو ته پاملرنه نده شوې.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لیکل شوی دی؛ چی د امریکی پوځ، د پاکستان په خاورې د هوایی حملو د نه تکراریدو په باره کی، اسلام آباد ته ډاډینه ورکړه.
د امریکی د پوځ یو لوړ پوړی جنرال اعلان وکړ؛ واشنګټن د پاکستان په دننه کی د حملو د سره پیلولو لپاره، هیڅ یو اړخیز اقدام نه ترسره کوی. جنرال«ووتل» د پاکستان پوځ له مشر سره په ټلفونی خبرو کی وویل: امریکا؛ د دغه هیواد په خاوری د حملې لپاره هیڅ پروګرام نه لری، او یواځی د هغو افغانستانی وسله والو اتباعو سره د مقابلې لپاره، چی د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په خلاف استفاده کوی، له دغه هیواد سره د همکارۍ په لټه کی دئ. نوموړی تاکید وکړ: امریکا؛ د ټروریزم په ضد جګړه کی، د پاکستان رول ته زیات اهمیت ورکوی، او د واشنګټن- اسلام آباد ترمنځ وروستۍ لانجه، لنډ مهاله ده.
په همدی حال کی، د پاکستان د پوځ مشر، جنرال«قمر جاوید باجوه»هم، د دی خبری په کولو سره؛ چی د پاکستان خلګ باوری دی، چی امریکی دغه هیواد ته فریب ورکړئ دئ، وویل: له دې رویه؛ هیڅکله به له واشنګټن څخه د مالی مرستو غوښتنه ونه کړو. باجوه ټینګار وکړ: د امریکایی مقامونو له خوا لګول شوی تورونه راښیې؛ چی واشنګټن له ټروریزم سره د مبارزې لپاره، د پاکستان په هڅو او قربانیو سترګی پټوی، او نه غواړی پدې زمینه کی له اسلام آباد څخه قدرونه وکړی. هغه همداراز ډاګینه کړه: د پاکستان امنیت د افغانستان په امنیت پوری تړاو لری، او له ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره؛ د هر ډول هڅې قدرونه کوؤ.
له بلې خوا، د پاکستان پوځ ویاند«آصف غفور» اعلان وکړ: له ټروریزم سره جګړه، یوې ډیرې حساسی مرحلې ته رسیدلې ده، خو موږ خپلی دندی سرته رسولی دی.
********
اوس هم د کابل ورځپاڼی را اخلو چی څه ډول لیکنی کړی دی:
په کابل کې ورځپاڼو نن افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه مطالب خپاره کړی او په افغانستان کې ددغه سازمان په مسؤلیتونو یې بحثونه کړی دی.
ملی ارمان:
ملی ارمان ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په غټ سرلیک کې لیکلی دی چې د امنیت شورا پلاوی به د افغان حکومت له مشرانو سره د سیمه ییزو ستونزو د حل او د ترورېزم په خلاف د روانې مبارزې پر څرنګوالی خبرې وکړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې دغه پلاوی به چې پکې د امنیت شورا مشر او د امریکا سفیر هم شامل دی، هغه شکایتونه له نېږدی و ارزوی چې افغان حکومت وړاندې کړی دی.
د ورځپاڼې په وینا کابل ته د امنیت شورا د پلاوی له سفره مخکې د امنیت شورا مشر ویلی وو چې هیله مند دی، افغان حکومت به د ترورېزم، نشه یی توکو قاچاق او منظمو جرمونو په برخه کې د شتو ستونزو حل ته جدی پام وکړی.
ورځپاڼې وړاندې د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه د ولسی جرګې د ځینو غړو غبرګونونه هم راخیستی دی او لیکلی دی، که څه هم د ولسی جرګې غړی د پلاوی د سفر هرکلی کوی، خو غواړی چې نړیوالې ادارې او په تېره بیا ملګری ملتونه په سیمه کې د ترورېزم ستونزې ته چې ریښه یې په پاکستان کې ده جدی پام وکړی.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه د ولسی جرګې د ځینو غړیو په حواله لیکلی دی چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه چې په سیمه کې تر ټولو په نا امنه هېواد بدل شوی پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی به له ولسمشر اشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملی شورا له غړیو او سیاسیونو سره وګوری او د سیمې پر موجوده حالاتو به ورسره خبرې وکړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د امنیت شورا پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کړی، چې له یوی خوا د افغانستان په اړه د دی شورا اندېښنې زیاتی شوی او له بل لوری څه موده وړاندې د امریکا د ملی امنیت سلاکار مک مسټر د دې شورا پنځلسو غړیو ته د افغانستان په اړه او له ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان د ناسمې همکارۍ څخه شکایت وکړ.
افغانستان ما:
افغانستان ما ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د امنیت شورا پلاوی به د افغانستان د روان حالت له بشپړې ارزونې ترڅنګ شته فرصتونه او ننګونې هم جوتی کړی.
د ورځپاڼې په وینا د امنیت شورا پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوی چې څه موده مخکې د امریکا د ملی امنیت سلاکار د دی شورا غړیو ته د افغانستان د روانې وضعې په اړه تفصیلی معلومات وړاندې کړل چې د ورځپاڼې په وینا د روسیې سفیر یې هرکلی وکړ.
ورځپاڼه لیکی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له څه مودې راهیسې د افغانستان د روانې وضعې په اړه اندېښمنه ده او په منظمه توګه د پیښو څارنه کوی چې ډېر کله یې پرې غبرګون هم ښودلی دی.
هېواد:
هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی دی چې کابل ته د امنیت شورا د پلاوی د سفر یو هدف له نږدې د جنګ ځپلی افغانستان د روان حالت ارزول او د ټرمپ ادارې له نوی ستراتیژۍ سره مرسته کول دی.
ورځپاڼه لیکی چې د امنیت شورا غړیو ته د امریکا د ملی امنیت د سلاکار لخوا د افغانستان د روانې وضعې په اړه د معلوماتو له ورکولو وروسته، د دی شورا ریاست، چې اوس د قزاقستان په لاس کې دی وویل، چې امنیت شورا غواړی د افغانستان د روانې وضعې په اړه ریښتینی او تازه معلومات ولری.
هېواد لیکی چې په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر د افغانستان په اړه د یوې کړنلارې د جوړولو غوښتنه وکړه چې یوازې پر سولې نه بلکې پر زیات پرمختګ متمرکز وی.
ورځپاڼې وړاندی کابل ته د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه د مطلب په دوام لیکلی دی چې دغه پلاوی به له افغان حکومت سره پر موجوده اړتیاو هم خبرې وکړی.