د ټرمپ د توکم پالو خبرو غندنه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63423-د_ټرمپ_د_توکم_پالو_خبرو_غندنه_روانه_ده
 د جنوبي افریقا دولت د افریقایی هیوادونو په هکله د امریکا د ولسمشر په سپکاوونکو خبرو اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2018 02:32 Asia/Kabul
  • د ټرمپ د توکم پالو خبرو غندنه روانه ده

 د جنوبي افریقا دولت د افریقایی هیوادونو په هکله د امریکا د ولسمشر په سپکاوونکو خبرو اعتراض وکړ.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جنوبي افریقا خارجه وزارت پرون په یوې بیانیې کې د افریقایی هیوادونو،  او هاییټي او السالواډور په هکله د  ډونالډ ټرمپ  په سپکاوونکو او توکم پاله خبرو  خپل اعتراض  په پریټوریا کې د امریکا سفارت ته ورساوه .

د جنوبي افریقا  خارجه وزارت په دغه بیانیه کې د امریکا د سفارت له دوهم لمبر کسه وغوښتل چې د ټرمپ د وروستیو خبرو په هکله وضاحت وړاندې کړي.

 بیانیه تاکید کوي چې  له جنوبي افریقا او نورو افریقایی هیوادونو سره د امریکا اړیکې باید د درناوي په اساس وي.

دا په داسې حال کې دي چې پرون د مصر الازهر هم په یوې بیانیې کې د ټرامپ خبرې وغندلې.

ټرامپ تیره پنجشنبه  په خپلو توکمپالو خبرو کې د افریقایی هیوادونو او هایټي او السالواډور لپاره د ګند خانه په شان سپکاوونکي الفاظ وکارول او له دغه هیوادونو د کډوالو د منل کیدو د بندیدا غوښتنه یې وکړه.