د کشمیر په کنټرول لاین کی اووه تنه وژل شوی
Jan 15, 2018 13:02 Asia/Kabul
د کشمیر په کنټرول لاین کی د هند او پاکستان د پوځی ځواکونو په ډزو کی، ۷ تنه وژل شوی او یو شمیر کسان ژوبل شول.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان پوځ نن دوشنبه اعلان وکړ: د کشمیر په کنټرول لاین کی د پاکستان د پوځی ځواکونو د اډو په خلاف، د هندی ځواکونو په ډزو کی د دغه هیواد څلور تنه سرحدی ځواکونه ووژل شول.
د پاکستان پوځ په بیانیه کی راغلی دی: د دغه هیواد سرحدی ځواکونو، په یو غچ اخیستونکی اقدام کی، د هند د پوځی ځواکونو اډې په نښه کړې، چی د یاد هیواد دری پوځیان ووژل شول.
هند او پاکستان؛ تل په یو او بل د اوربند د نقضولو تور لګوی.