مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63531-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی لیکل شوی:«ترکیې او سوریی؛ پدی هیواد کی د واشنګټن له خوا د نوې وسله والی ډلی جوړیدل، وغندل». 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2018 12:21 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی لیکل شوی:«ترکیې او سوریی؛ پدی هیواد کی د واشنګټن له خوا د نوې وسله والی ډلی جوړیدل، وغندل». 

  

د امریکی دولت ومنل؛ چی نه یواځی غواړی د سوریی په خاوره کی خپلې قواوې وساتی، بلکه د سوریې کردانو تر کنټرول لاندی سیمو کی، د یو نوی پوځی ځواک د جوړولو په حال کی دئ. امریکایی ځواکونو تر اوسه پوری د سوریی کردانو نږدی ۲۳۰ تنو ملیشیانو ته د نوی ځواک د جوړولو لپاره پوځی زده کړه ورکړې ده، او ټاکل شوې ده؛ ورو ورو دغه ملیشیان، د ۳۰ ؤ زرو وسله والو په لرلو سره، یو ملیشه ځواک جوړ کړی.

د سوریی خارجه وزارت" د امریکی دولت وروستئ تصمیم وغانده، او ټینګار یی وکړ:« د امریکی دغه اقدام؛ د سوریی د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف دئ، او دغه هیواد غواړی په سیمه کی د خپلو تخریبونکو سیاستونو په چوکاټ کی، هیوادونه تجزیه کړی، او د نویو لانجو په رامنځته کولو سره، د کړکیچونو د هواریدو مخه ونیسی.  

د ترکیی ؤلس مشر پرون دوشنبه ټینګار وکړ: چی د سوریی د ډموکراټیکو ځواکونو د تقویې لپاره به، هر ډول اقدام په نطفه کی خفه او شنډ کړی. د ترکیی مقامونو په کلکه د سوریی د ډموکراټیکو کردو ځواکونو د نوې ډلې په جوړولو او روزلو کی د امریکی وروستئ اقدام؛ غندلئ دئ.

*******

د تهران چاپ د همشهری ورځپاڼی بیا د دغې مسئلې په هکله، د روسیې د مقامونو له قوله لیکلی دی:« د سوریې په شمال کی د 

کردی وسله والو یونیټونو د جوړولو لپاره؛ د امریکی تصمیم، بی ځوابه نه پریږدو». 

د روسیې د پارلمان د دفاعی کمیسیون مشر اعلان وکړ: مسکو به؛ د سوریی په شمال کی د نوی ځواک د جوړولو په وړاندی مناسب ځواب ورکړی.

ولادیمیر شامانوف: څرګنده کړه: د امریکی اقدامات؛ په مستقیمه توګه په سوریه کی د روسیې د ګټو په خلاف دی، او له دې کبله مسکو به، د خپلو متحدینو په همکارۍ سره، په سوریه کی د ثبات او آرامتیا د ټینګولو لپاره، ضروری اقدامات غوره کړی.

ویل کیږی؛ د امریکی په مشرۍ  نړیوال پوځی ائتلاف، د نوی ۳۰ زره کسیز وسله وال ځواک د جوړولو لپاره، د سوریې د کردانو د ډموکراټیکو ځواکونو سره د همکارۍ لپاره، د دغه ائتلاف د چمتو والی خبر ورکړ.

*******   

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ ترسترګو کیږی: د پاکستان طالبانو، له لسو کلونو وروسته د«بی نظیر بوتو» د ټرورولو ذمه واری په غاړه واخیستله. د پاکستان د تحریک طالبان ډلې؛ د پاکستان د فقید صدراعظمی«بی نظیر بوټو» له ټرور څخه لس کاله وروسته، د هغې د ټرور مسؤولیت قبول کړ. تر اوسه پوری هیڅ کومی ډلې، د هغې د ټرور مسؤولیت په غاړه نه ؤو اخیستئ؛ خو پدی وروستیو کی طالبانو، د «جنوبی وزیرستان د محسود انقلاب» په نامه  په اردو ژبی کتاب کی، د دغې پیښی مسؤولیت په غاړه واخیست. دغه کتاب؛ د«ابو منصور آسیم مفتی نورولی» په نامه د پاکستان د طالبانو د یو مشر په وسیله لیکل شوئ، او د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په ۳۰ نیټه؛ د افغانستان په پکتیا ولایت کی خپور شو، او پدغه کتاب کی د طالبانو د مشرانو یو شمیر عکسونه لیدل کیږی.

له بلې خوا، د«جماعت الاحرار» ترهه ګرې ډلې ویاندوی«اسد منصور»، ځان د پاکستان امنیتی ځواکونو ته تسلیم کړ. اسد منصور د پاکستان د امنیتی ځواکونو په وسیله، نا معلوم ځای ته منتقل شوئ، ترڅو له هغه تحقیقات او پلټنی وشی. په عین حال کی د پاکستان پوځ اعلان وکړ: د کشمیر په کنټرول لاین کی د هند د پوځی ځواکونو په ‌ډزو کی، د پاکستان څلور سرحدی ځواکونه، او دری تنه هندی پوځیان ووژل شول.

*******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی؛ تر دی سرټکی لاندی چی«د ټرمپ د ګواښونو په وړاندی، د اروپا سخته لاره»؛ لیکلی دی: ډونالډ ټرمپ، د اټمی موافقې د تمدیدولو په وخت، اروپایی هیوادونه وګواښل؛ چی د برجام په زمینه کی له ایران سره همکاری ونه کړی.  

د اټمی جامع پروګرام(برجام) په وړاندی؛ د سپینی ماڼۍ د نوی سیاست په تنظیمولو کی د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د بیانیې یوه موضوع، اروپایی هیوادونو ته د دې مسئلې یادونه وه، چی خپل بهرنی سیاست؛ د امریکی له غوښتنی او خط و مشې سره سم کړی. د یو شمیر څیړاندو په باور؛ ټرمپ په حقیقت کی په اروپا کی د امریکی متحدینو ته خبر دارئ ورکړئ، چی که هغوی د ایران ترڅنګ له برجام څخه ملاتړ کوی، د امریکی په وړاندی د دریدو په معنا دئ. پدی ځای کی یو بل د پام وړ تکئ دا دئ؛ چی ټرمپ، ځان او د امریکی متحده ایالتونه؛ له نړۍ سره یو شانته او انډول بولی، او ادعا کوی چی د ایران سیاستونه، د نړۍ لپاره د قبول وړ نه دی.

د«وال اسټریت ژورنال» ورځپاڼی په لیکنه؛ د برجام په هکله د ټرمپ څرګندونی؛ د اروپا اتحادیی ته د الټیماټم د ټاکلو په  شان    

دی. د دغې ورځپاڼی له نظره؛ ټرمپ په دی توګه هڅه کوی، د اروپا اتحادیه له ځان سره ملګرتیا ته اړ باسی.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

په دغو مطالبو کې چې په دولتی او هم خپلواکو ورځپانو کې چاپ شوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتل شوی چې پر پاکستان له ترهګرو څخه د نه ‌ملاتړ په هدف فشارونه زیات کړی.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی ترمنځ په لیدنو کتنو کې پر سیمهییزو همکاریو او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو په هدف پر پاکستان د فشار په زیاتولو ټینګار شوی دی.

خو ورځپاڼې د سیاسی چارو د یو شمېر افغان کارپوهانو په حواله لیکلی چې دا ډول سفرونه ډېر هیله منونکی نهدی ځکه په وار وار ژمنې شوی، خو عملی شوی نهدی.

ویسا لیکلی:

کابل ته د امنیت شورا د پلاوی دغه سفر داسې مهال ترسره شو چې د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې پر پاکستان د امریکا فشار هم ډېر شوی دی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلی دی چې د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی په ملاقاتونو کې د افغانستان د ثبات په خاطر پر پاکستان د فشارونو په اړه خبرې شوی او ولسمشر محمد اشرف غنی د پاکستان د ترهګرۍ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی ته پوره اسناد سپارلی دی.

په سرمقاله کې راغلی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان دا غوښتنې ومنی.

ورځپاڼې دا هم لیکلی چې کابل ته د دغه پلاوی راتګ افغانان سخت هیلهمند کړی او په دې ډاډمن شوی چې د سیمې لپاره د پاکستان ناسمه پالېسی دوام نه‌مومی بلکې ټوله نړۍ د افغانستان د برحقې داعیې ملاتړ کوی.

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلی، پر پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو په دوام افغانستان بیا پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

ورځپاڼه لیکی:

افغان حکومت د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیز پلاوی ته چې کابل ته راغلی وو د پاکستان په اړه ویلی چې هغه هېواد په سیمې او په ځانګړی ډول په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی.

په سرمقاله کې راغلی، که څه هم د پاکستان د کړنو په اړه افغانانو له څه باندې یوې نیمې لسیزې راپه دېخوا غږ پورته کړی او په هر کورنی او نړیوال سټېج ‌یې د نوموړی هېواد له ترهګریزو کړنو پرده پورته کړې، خو د سرمقاله لیکونکی په باور د افغانستان پر صداقت شکونه ښودل شوی دی.

ورځپاڼې لیکلی، خو دا چې د ملګرو ملتونو پلاوی کابل ته راځی، د افغانستان حالات ارزوی او د پاکستان په اړه د افغانستان شکایتونه اوری او په دې اړه کره اسناد اخلی دا په خپل ذات کې مثبت بدلون دی.

سرمقاله لیکونکی هیله ښودلې چې ملګری ملتونه دا ځل د افغانستان د حق غږ واوری او د پاکستان په غیر انسانی کړنو نور چوپ پاتې نهشی.