چین د ایران د اټومی تړون بشپړه ملاتړ کوی
-
دامریکا حکومت دپینځه جمع یوې ډلې دیوه (۱)غړي په توګه تل د اټومي تړون په اجرا کښې خنډونه رامینځته کوي .
په ملګروملتونو کښې دچین سفیر ووهایټائو(Wu Haitao) له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ پیکینګ د ایران داټومی موافقې ملاتړ کوی .
هغه وویل چین دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقې ته ژمن دی .
د چین دباندنیو چارو وزیر وانګ یی(Wang Yi) هم پرون دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په ټیلی فونی خبرو کښې ټینګار وکړ پیکینګ به د اټومی موافقې په ساتلو او اجرا کښې رغنده رول ته دوام ورکړی .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی او د اروپایی هیوادونو نورو چارواکو هم په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقه له نړیوالې ټولنې سره ارتباط لری ددغه نړیوال تړون ملاتړ کړی دی .
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقې د ۲۰۱۶ میلادی کال له جنورۍ میاشت راهسې اجرایی شوی د خو دامریکا حکومت دپینځه جمع یوې ډلې دیوه (۱)غړی په توګه تل ددغه اټومی تړون په اجرا کښې خنډونه رامینځته کوی او د خپلو ژمنو خلاف ورزۍ کوی .