په یمن کښې ددیفتری ناروغۍ ډیره شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63567-په_یمن_کښې_ددیفتری_ناروغۍ_ډیره_شوی_ده
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو دروغتیا نړیوالې موسسې پرون په یمن کښې د دیفتری(Diphtheria) ناروغۍ د خپریدا په اړه بیا خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2018 01:34 Asia/Kabul
  • امریکا او سعودي رژیم تراوسه دیمن دخلکو د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلي په دغه هیواد کښې خپلو ناوړه هدفونو ته ورسیږي .
    امریکا او سعودي رژیم تراوسه دیمن دخلکو د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلي په دغه هیواد کښې خپلو ناوړه هدفونو ته ورسیږي .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو دروغتیا نړیوالې موسسې پرون په یمن کښې د دیفتری(Diphtheria) ناروغۍ د خپریدا په اړه بیا خبرداری ورکړ .

دیفتری یوه(۱) عفونی ، ساری او وژونکی ناروغۍ ده چې د انسان د سا اخیستلو نظام له مشکل سره مخ کوی .

ددغه ناروغۍ عوارض ، د غاړې درد ، تبه ، ټوخې او د غږ بندیدل دی او که چیرې دغه ناروغۍ زیاته شی نو د زړه او د بډورکی مریضې رامینځته کوی او  د لاس او دپښو دشلیدا سبب هم کیږی .

د ملګروملتونو دروغتیا نړیوالې موسسې وویل په یمن کښې تراوسه څه دپاسه اوه لکه(۷۰۰۰۰۰)کسان په دیفتری ناروغۍ ککړ شوی دی .

دروغتیا نړیوالې موسسې له دې مخکې هم په ځلونو په یمن کښې د دیفتری ناروغۍ دخپریدا په اړه خبرداری ورکړی وو .

دملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف هم وایی چې د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې هره ورځ په یمن کښې پینځه ماشومان یا مری یا ژوبلیږی او زیاته یې کړه ددغه هیواد کابو هر ماشوم بشری مرستو ته ضرورت لری .

د ملګروملتونو  دماشومانو صندوق یونیسف وویل په یمن کښې دسعودی عربستان جنګ څه دپاسه پینځه زره (۵۰۰۰)ماشومان مړه یا ژوبل کړی او  څلور لکه نور یې له ناوړه خواړو سره مخ کړی کوم چې له مړینې سره لاس او ګریوان دی .

د یونیسف راپور وایی چې دیمن پرضد دسعودی عربستان او دهغه دملګرو دجنګ په خاطر ددغه هیواد دوه (۲)میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نشی تللی .

امریکا او سعودی رژیم تراوسه دیمن دخلکو د مقاومت په دلیل نه دی توانیدلی په دغه هیواد کښې خپلو ناوړه هدفونو ته ورسیږی .