اروپایی هیوادونو په ایران دباو زیات کړی دی
-
دایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو ویلي دي تهران به هیڅکله د خپل دفاعي وس په اړه له کوم هیواد سره خبرې ونکړي .
زمونږخبریال وایی د بریتانیا فیننشل ټایمز(Financial Times) ورځپاڼې پرون د اټومی موافقې د مادو دبدلولو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الټی میټم په عنوان سره په یوه (۱)راپور کښې وویل دډونالډ ټرمپ خبرداری اروپایی هیوادونه دایران پرضد ددباو زیاتولو ته مجبوره کړی دی .
ددغه ورځپاڼې د راپور پراساس اروپایی هیوادونه له اټومی موافقې د وتلو په اړه دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ ته په ځواب کښې دایران د اټومی پروګرام او د تهران دسیمه ایز نفوذ د محدود کولو هڅه کوی .
د انګلستان د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د ادعا پراساس د جرمنی خارجه وزارت ویلی دی د فرانسې ، بریتانیا او د جرمنی دبهرنیو چارو وزیرانو او دغه راز د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی له ایران سره موافقه کړی ده چې د سیمه ایزو مسایلو او د اټومی پروګرام په اړه له تهران سره جدی او کوټلی خبرې وکړی .
د انګلستان دفیننشل ټایمز ورځپاڼې دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې دایران د اسلامی جمهوریت چارواکو په ځلونو ویلی دی تهران به هیڅکله د خپل دفاعی وس په اړه له کوم هیواد سره خبرې ونکړی .
ایران په سیمه کښې دامریکا او د صهیونیسټی چورلیز له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په دولسمه (۱۲) نیټه که څه هم دایران پرضد داټومی بندیزونو ځنډول تمدید کړل خو په اټومی موافقې کښې د خپل هیواد دپاتې ساتلو لپاره یې دایران د توغندوی بایکاټ ، پوځی مرکزونو ته د لاسرسی او د اټومی تړون دځینو مادو دبدلولو په شمول یې یوشمیر شرطونه اعلان کړل او ویې ویل که چیرې دامریکا ولسی جرګه کانګرس او اروپایی اتحادیه دغه شرطونه محقق نکړی نو په راتلونکو یوسل شلو (۱۲۰)ورځو کښې دایران پرضد دبندیزونو ځنډیدل نه تمدیدوی او له اټومی موافقې به ووځی .