اروپایی اتحادیې بیا داټومی موافقې ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63573-اروپایی_اتحادیې_بیا_داټومی_موافقې_ملاتړ_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د پراختیا کمشنر یوهانس هان(Johannes Hahn) پرون دایران په موضوع سره داروپا دپارلمان په غونډې کښې ټینګار وکړ اروپا د اټومی موافې د ساتلو غوښتونکی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2018 02:17 Asia/Kabul
  • د اروپا بانکونه چمتو دی چې له ایران سره ملګرتیا وکړي .
    د اروپا بانکونه چمتو دی چې له ایران سره ملګرتیا وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د پراختیا کمشنر یوهانس هان(Johannes Hahn) پرون دایران په موضوع سره داروپا دپارلمان په غونډې کښې ټینګار وکړ اروپا د اټومی موافې د ساتلو غوښتونکی ده .

هغه وویل اروپا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی موافقې د ټولو برخو په کامل او اغیزشیندونکی ډول د اجرا دوام ته ژمنه ده .

د اروپایی اتحادیې د پراختیا کمشنر  یوهانس هان په دې خبرې سره  چې د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په نهو(۹) راپورونو کښې اټومی موافقې ته دایران د اسلامی جمهوریت پاې بندی تائید کړی ده د اټومی موافقې په نورو لورو غږ وکړ دغه نړیوال تړون ته پاې بند ووسی .

یوهانس هان ډاګینه کړه د اروپا بانکونه چمتو دی چې له ایران سره ملګرتیا وکړی .

هغه جوته کړه اروپا له ایران سره د اقتصادی او تجارتی تعامل هڅه کوی .