د روسیې په سایبریا کښې سخت ساړه دی
Jan 17, 2018 04:17 Asia/Kabul
-
د سخت ساړه له کبله د انسان دبدن وینه خو پریږده چې د انسان د سترګو ورځو هم یخ نیولی .
زمونږخبریال وایی د روسیې په سایبریا (Siberia)کښې سخت ساړه دی او د تودوخی درجه منفی دوه شپیتو (۶۲-)ته غورځیدلی ده .
په اکثره هیوادونو کښې چې دتودوخی درجه منفی یو(۱-) شی نو خلک له ساړه پوزې ته راځی او لړزیږی خو د روسیې په سایبریا کښې یوه داسې سیمه شته چې هلته له سخت ساړه سره سره خلک خپل ژوند ته دوام ورکوی .
د روسیې په سایبریا کښې په اومیاکون نومې سیمه کښې د تودوخې درجه منفی دوه شپیتو(۶۲-) ته غورځیدلی ده او ساړه دومره زیات دی چې تهرما میټر هم کار پریښودلی دی .
د سخت ساړه له کبله د انسان دبدن وینه خو پریږده چې د انسان د سترګو ورځو هم یخ نیولی او د کبانو پلرونکی هغه په فریزر کښې دکیښودو پرځاې بهر کیږدوی .