چین د سرحدي شخړو په سر هندوستان ته ګوته وڅنډوله
د تیر کال په اوړي کښې د چین او هند ترمینځ د لانجې وړ دوکلم سرحدي سیمه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ کړکیچ سخت شو او د دغو ګاونډي هیوادونو پوځونو د یوبل په مقابل کښې ودریدل.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هندوستان ته خبرداری ورکړ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدي لانجو په هکله د تیر میلادي کال له ناسمو اقداماتو ډډه وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې لوکانګ نن په بیجنګ کښې وویل: په تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کښې هندي ځواکونه د سیکیم ایالت له سرحدي سیمې راووښتل او د چین خاورې ته دننه شول چې له امله یې دوه اړخیزې اړیکې خرابې شوې.
لوکانګ زیاته کړه: هندي چارواکو په دې وروستیو کښې په ځلونو ټینګار کړی دی چې له چین سره د خپلو پولو په اوږدو کښې به هندي پوځي ځواکونه پياوړي شي، چې دا کار د تیر کال ستونزې یوځل بیا تکرارولی شي.
د چین د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هند له پکار دي له بیجنګ سره د سرحدي اختلافاتو د هوارولو لپاره سمې لارې خپلې کړي او په ملګرتیا او خبرواترو سره مسائل حل کړي او داسې کوم کار دې ونه کړي چې په شخړې تمام شي او د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې صلحه او ثبات په خطر کښې واچوي.
یاده دې وي چې د تیر کال په اوړي کښې د چین او هند ترمینځ د لانجې وړ دوکلم سرحدي سیمه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ کړکیچ سخت شو او د دغو ګاونډي هیوادونو پوځونو د یوبل په مقابل کښې ودریدل.
هندوستان او چین څه باندې څلور زره کیلومیټره ګډ سرحد لري.