مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی په تهران کی د اسلامی هیوادونو د بین المجالس په کنفرانس کی د برخه میلمنو په پرونۍ کتنه کی، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود څرګندونی چاپ شوی، او لیکل شوی دی: د قدس په هکله د امریکې ستره غلطی به نتیجه ور نه کړی
داسلامی انقلاب معظم رهبر د قدس په هکله د امریکې وروستی اقدام (ستره غلطی) وبلله او ویې ویل:
هغوی به د داسې کار توان ونه لری او د هغوی هلې ځلې به نتیجې ته ونه رسیږی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون مازیګر د اسلامی هیوادونو په دیارلسمه بین المجالس غونډه کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې، د فلسطین موضوع د اسلامی دنیا د مسائلو په سر کښې وبلله او زیاته یې کړه: د فلسطین په مسئله کښې درې پیښې یعنې (د خاورې نیول)، (د خلکو ډله ایزه او میلیونی جلا وطنی) او (ستر بشری قتل عام او جنایت) رامینځته شوی دی چې دا ظلم په تاریخ کښې ساری نه لری.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د فلسطین دفاع د ټولو دنده وبلله او ټینګار یې وکړ: داسې فکر نه دی پکار چې ګنی له صهیونیسټ رژیم سره مقابله هیڅ ګټه نه لری، بلکې د خدای پاک په اِذن او مهربانۍ به د صهیونیسټی رژیم په مقابل کښې مجاهدتونه نتیجې ته ورسیږی لکه څنګه چې د مقاومت بهیر د تیرو کلونو په پرتله پرمختګ کړی دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: کوم حکومتونه چې په سیمه کښې د امریکایانو مرسته او له صهیونیسټی رژیم سره ملګرتیا کوی، ترڅو په مسلمانو وروڼو ظلم وکړی، څرګند خیانت کوی، کوم کار چې سعودیان سرته رسوی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په بین المجالس غونډه کښې د میانمار او کشمیر د مسائلو مطرح کیدو، او په عین حال کښې په دغه غونډه کښې د یمن او بحرین د ډیرو مهمو مسائلو له طرحې، غفلت ته په اشارې سره وویل: باید نه پریښودل شی چې د لویدیځ خطرناکه تبلیغاتی امپراطوری چې زیاتره د صهیونیسټانو په لاس اداره کیږی، د اسلامی نړۍ مهم مسائل ناڅه وګڼی او د چپتیا په دسیسې سره د اسلامی امت اصلی مسائل ورک کړی.
******
د تهران چاپ د اطلاعات د ورځپانی په یو راپور کی لولو: ۱۸۰۰ؤ پاکستانی دینی عالمانو، د انتحاری او ځان وژونکو عملیاتو د حراموالی حکم ورکړ.
د پاکستان ۱۸۰۰ مفتیانو، د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړ: د انتحاری عملیاتو سرته رسول، منع او حرام دی. ټاکل شوی ده دغه فتوا د پاکستان د دولت له خوا د یو کتاب په بڼه خپره شی.
دا پداسی حال کی ده؛ چی د ۲۰۰۰ میلادی کال له پیله تر اوسه
پوری، په پاکستان کی په ځلونو انتحاری عملیات سرته رسیدلی دی، او د دغو حملو زیاتره قربانیان، غیر پوځیان ؤو.
********
د تهران چاپ د ابرار په ورځپاڼه کی لیکل شوی:« د مارتین لوتر کینګ د زیږیدو په کالیزه کی، د امریکی د خلګو د توکم پالنی ضد سترې مظاهرې»
د بشری حقوقو د تور پوستی او لوړ فعال شخصیت«مارتین لوتر کینګ» د زیږیدو د کالیزی د نمانځنی سره په یو وخت، په زرګونو امریکایی ښاریزو، د افریقایی مهاجرینو په خلاف د دغه هیواد د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د څرګندونو په غندنه کی، پراخی مظاهری وکړې.
په همدې اړه د لوترکینګ زوی، د ټرمپ د توکم پالو ویناؤو د غندلو په ترځ کی وویل: هر کله چی؛ یو ؤلس مشر ټینګار کوی؛ چی زموږ هیواد باید د ناروی په شان له سپین پوستو هیوادونو څخه لا زیات ښاریز قبول کړی، فکر نه کوم دیته ضرورت وی چی موږ باید لا زیات وخت پدی خبرو ولګوؤ؛ چی ؤلس مشر څه وایی، او څه کار کوی. د لوتر کینګ لور«برنیس کینګ» هم وویل: موږ اجازه نه شو ورکولای؛ چی د نړۍ ټول هیوادونه، هغه خبرې چی زموږ د هیواد ؤلس مشر مطرح کوی، د امریکی د رښتنی روح او نظر په توګه ومنی. موږ یو ؤلس؛ یو خلګ یو؛ او د یوې وینی او یو برخلیک لرونکی یو. ټول تمدن او بشریت د افریقې له خاورې څخه سرچینه اخیستې ده.
په همدی حال کی، د امریکی د ؤلس مشر پخوانۍ میرمنې«ایوانا ټرمپ» وویل: زه اصلاً فکر نه کوم؛ چی ډونالډ ټرمپ توکم پال دئ، ځینی وختونه هغه داسی ویناوی کوی؛ چی یا احمقانه دی، یا واقعاً کوم منظور او مقصد نه لری، خو حتماً هغه توکم پال نه دئ.
*******
اوس د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی څه مهم مطالب پکی لیدل کیږی:
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راروانې غونډې او د ځان وژونکو حملو په اړه د پاکستانی عالمانو پر فتوا بېلابېل مطالب خپاره کړی دی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په غټ سرلیک کې لیکلی دی؛ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوی.
ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر په حواله لیکلی دی چې د امنیت شورا دا غونډه به د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه وی او دوی به په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو موجودیت تأیید کړی.
ورځپاڼې وړاندې د ملی شورا د ځینو غړو په حواله لیکلی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د هغو اسنادو په رڼا کې چې د افغان حکومت لهخوا ورته سپارل شوی دی، د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړی.
ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته په اشارې، په ملګرو ملتونو کې د افغان سفیر «محمود صیقل» په حواله لیکلی دی چې په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځایونو پر وړاندې د اقدام په اړه یوه ښه فضا رامنځته شوې ده او دا مسئله به د امنیت شورا په غونډو کې په جدی ډول مطرح شی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې دا غونډه به څلور ورځې وروسته له هغې جوړه شی چې د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا پلاوی کابل ته د خپل سفر راپور وړاندې کړی.
د ورځپاڼې په وینا دا غونډه به تر ډېره په افغانستان او منځنۍ اسیا سیمه کې د امنیت په ټینګښت او ودې متمرکزه وی.
افغانستان ما
افغانستان ما ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د مشرانو جرګې په حواله لیکلی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د پاکستان پر وړاندې جدی او عملی ګامونه پورته کړی.
ورځپاڼه لیکی:
د مشرانو جرګې رئیس ویلی دی چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو پلاوی ته په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه کره اسناد ورکړی دی چې پهکې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه هم مهم اسناد شامل دی.
ورځپاڼې وړاندې د ځینو سناتورانو په حواله لیکلی دی چې اوس د دوی تمه دا ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د افغان حکومت لهخوا د ورسپارل شویو اسنادو له مخې پر پاکستان فشار زیات کړی، څو دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شی.
د ځان وژونکو حملو په خلاف د پاکستان د عالمانو فتوا بله مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحثونه کړی دی.
مسیر
مسیر ورځپاڼې پر اسلاماباد د نړیوالې ټولنې د فشار لومړنۍ پایله، تر سرلیک لاندې یو مطلب کې لیکلی دی: چې د پاکستان شااوخوا ۱۸۰۰ دینی عالمانو د ځانوژونکو حملو پر خلاف فتوا صادره کړه او ویېویل؛ چې دا عمل په اسلامی شریعت کې ناروا دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې په فتوا کې دا هم ویل شوی دی چې د فتواوو صادرولو حقیې یوازې حکومت ته ځانګړی کړی، او وړاندې یې د دې فتوا په اړه د پاکستان د ولسمشر په حواله لیکلی دی چې دا فتواوې د یوې منځلارې اسلامی ټولنې ثبات ته لار هواروی، خو هغه مهال ګټور ثابتېدای شی چې په ټول هېواد کې یې د ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره هلې ځلې وشی.
د ورځپاڼې په وینا د پاکستانی عالمانو لهخوا دا اقدام داسې مهال کېږی چې د روان میلادی کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.
د ورځپاڼې په وینا د ډونالد ټرمپ په خبرو کې دا هم ویل شوی و چې پاکستان له یوېخوا له ترورېزم سره د مبارزې په نامه له امریکا په میلیاردونو ډالره مرسته اخلی، خو بل لور ته بیا هغو ترورېستانو تهیې پناه ځایونه ورکړی چې امریکا یې په افغانستان کې لټوی.
سرخط
سرخط ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د پاکستان دینی عالمان د ځانوژونکو حملو په اړه دا فتوا داسې مهال صادروی چې په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې ځان وژونکو حملو په لسګونه زره افغانان وژلی دی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی، پاکستانی دینی عالمانو د دې فتوا په صادرولو سره په حقیقت کې په پاکستان کې ځانوژونکې حملې حرامې، خو په افغانستان کې یې روا وبللې، خو پوښتنه دا ده چې افغان دینی عالمان په کوم موقف کې دی؟
ورځپاڼې وړاندې د ځانوژونکو حملو په اړه د افغان دینی عالمانو په دریځ انتقاد کړی دی او لیکلی یې دی چې دوی د خونړیو حملو په وړاندې هم خاموشه پاتې شوی دی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې دغه حالت باید پای ته ورسول شی او په هېواد کې سُنی او شیعه عالمان دواړه په اتفاق سره په هېواد کې د انسان وژنې په وړاندې پاڅون وکړی.
ورځپاڼه لیکی: افغان عالمان دې هم د فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې ځان وژونکی حملې او انسان وژنه ناروا وبولی او پهدې ډول دې د ترهګرو او پاکستانی عالمانو په وړاندې خپل دریځ جوت کړی.