افغانستان په پاکستان د دباو دزیاتیدا غوښتنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63649-افغانستان_په_پاکستان_د_دباو_دزیاتیدا_غوښتنه_کوی
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیری میرمن نیکې هیلې پرون ټینګار وکړ چې دافغانستان حکومت په پاکستان د نړیوالو قدرتونو د دباو د زیاتولو غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2018 01:50 Asia/Kabul
  • امریکا او  افغانستان پاکستان په افغانستان کښې دطالبانو، حقاني او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي  .
    امریکا او افغانستان پاکستان په افغانستان کښې دطالبانو، حقاني او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي .

زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیری میرمن نیکې هیلې پرون ټینګار وکړ چې دافغانستان حکومت په پاکستان د نړیوالو قدرتونو د دباو د زیاتولو غوښتونکی دی .

نیکې هیلې دغه خبره په کابل کښې د افغانستان له له لوړرتبه چارواکو سره د ملګروملتونو دامنیت شورا د څوارلسو (۱۴)نورو غړیو هیوادونو له خبرو ترسره کیدا وروسته وکړه .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان حکومت غواړی له طالبانو سره خبرې وکړی چې دهیواد د څو لسیزو جنګونه پاې ته ورسوی .

په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیری نیکې هیلې دملګروملتونو په مرکز کښې خبریالانو ته وویل دامنیت شورا غړی ډاډمن دی چې طالبان به دخبرو میز ته کینی .

هغې وویل له طالبانو سره خبرې به د افغانستان دحکومت په مشرۍ وشی خو د کابل حکومت له امریکا دغه غوښتنه کوی چې امنیت شورا باید په پاکستان دباو زیات کړی چې طالبان خبرو ته اړ کړی .

نیکې هیلې وویل افغانستان له امریکا غوښتی دی چې په پاکستان دباو زیات کړی چې طالبان دخبرو میز ته کینوی او پاکستان باید خپله روده هم بدله کړی .

په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی نیکې هیلې  دا ونه ویل چې په پاکستان باندې ددباو د راوستلو لپاره به کوم ډول اقدامات وشی خو امنیت شورا دا قدرت لری چې په پاکستان بندیزونه ولګوی .

امریکا،  افغانستان او ځینې نور هیوادونه په پرله پسې ډول پاکستان په افغانستان کښې دطالبانو، حقانی او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی داسې تور چې اسلام اباد یې ردوی .