افغانستان په پاکستان د دباو دزیاتیدا غوښتنه کوی
-
امریکا او افغانستان پاکستان په افغانستان کښې دطالبانو، حقاني او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي .
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیری میرمن نیکې هیلې پرون ټینګار وکړ چې دافغانستان حکومت په پاکستان د نړیوالو قدرتونو د دباو د زیاتولو غوښتونکی دی .
نیکې هیلې دغه خبره په کابل کښې د افغانستان له له لوړرتبه چارواکو سره د ملګروملتونو دامنیت شورا د څوارلسو (۱۴)نورو غړیو هیوادونو له خبرو ترسره کیدا وروسته وکړه .
داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان حکومت غواړی له طالبانو سره خبرې وکړی چې دهیواد د څو لسیزو جنګونه پاې ته ورسوی .
په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیری نیکې هیلې دملګروملتونو په مرکز کښې خبریالانو ته وویل دامنیت شورا غړی ډاډمن دی چې طالبان به دخبرو میز ته کینی .
هغې وویل له طالبانو سره خبرې به د افغانستان دحکومت په مشرۍ وشی خو د کابل حکومت له امریکا دغه غوښتنه کوی چې امنیت شورا باید په پاکستان دباو زیات کړی چې طالبان خبرو ته اړ کړی .
نیکې هیلې وویل افغانستان له امریکا غوښتی دی چې په پاکستان دباو زیات کړی چې طالبان دخبرو میز ته کینوی او پاکستان باید خپله روده هم بدله کړی .
په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی نیکې هیلې دا ونه ویل چې په پاکستان باندې ددباو د راوستلو لپاره به کوم ډول اقدامات وشی خو امنیت شورا دا قدرت لری چې په پاکستان بندیزونه ولګوی .
امریکا، افغانستان او ځینې نور هیوادونه په پرله پسې ډول پاکستان په افغانستان کښې دطالبانو، حقانی او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی داسې تور چې اسلام اباد یې ردوی .