سعودی عربستان د یمن بې ګناه خلک وژنی
-
سعودي عربستان د یمن له خلکو سره د مرستې لپاره دغه اقدامات ترسره کوي .
مهر خبری اژانس وایی دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام پرون وویل دسعودی عربستان رژیم دیمن ملت په کلابندۍ ، بمباریو ، ناروغیو او لوږې سره وژنی او ادعا کوی چې دیمن دخلکو د ملاتړ لپاره ورغلی دی .
هغه وویل دسعودی عربستان رژیم دیمن دملت پرضد بشپړه کلابندۍ اعمال کړی ده او مرکزی بانک یې له صنعا څخه منتقل کړی او یمن ته دنقدو پیسو د ورتلو مخه یې نیولی ده او د یمن بندرونه او سرحدی لارې یې په خپل کنټرول کښې اخیستی دی او دهیواد بیخ بنایانې یې ورانې کړی دی او خلک یې د لوږې ،ناروغیو او دبمباریوپه وجه وژلی دی .
دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر چې هیواد یې د ټولو اسلامی هیوادونو دبدبختیو او دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی دی په تیرې یکشنبې ورځ دیمن په اړه په یولړ بې منطقی او غیر حقیقی څرګندونو کښې ویلی وو سعودی عربستان د یمن له خلکو سره د مرستې لپاره دغه اقدامات ترسره کوی .