امریکا په سیمه کښې دترهګرو ډلو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63657-امریکا_په_سیمه_کښې_دترهګرو_ډلو_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې د ملی حرکت ګوند مشر «دولت باغچه لی» پرون دملی پارلمان په غونډې کښې امریکا په سیمه کښې دترهګرو ملاتړی وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2018 02:25 Asia/Kabul
  • امریکا دسوریې په شمال کښې دولس(۱۲) پوځي اډې جوړې کړي دي .
    امریکا دسوریې په شمال کښې دولس(۱۲) پوځي اډې جوړې کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې د ملی حرکت ګوند مشر «دولت باغچه لی» پرون دملی پارلمان په غونډې کښې امریکا په سیمه کښې دترهګرو ملاتړی وبلله .

هغه وویل امریکا په ښکاره په سوریې کښې دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوی او دترکیې د کلابندۍ په هدف سره د ترهګرو  ملاتړ  او ملګرتیا کوی .

باغچه لی وویل دامریکا عسکر له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه سوریې ته ورغلل او نن سبا یې د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند پی  کی کی(PKK) او د سوریې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند په ملاتړ سره دسوریې شمال په خپل مرکز بدل کړی دی .

دترکیې دملی حرکت ګوند مشر باغچه لی وویل امریکا دسوریې په شمال کښې دولس(۱۲) پوځی اډې جوړې کړی دی او په دغه هیواد کښې دداعش ډلې له ماتی سره سره اوس هم په سوریې کښې فعال پوځی شتون لری او د کرد ځواکونو هراړخیزه ملاتړ ته دوام ورکوی .