مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لیکل شوی دی:«د بلخ بحران؛ شاه شمال له قدرته لاس نه اخلی»
دغې ورځپاڼی د رسنیو د راپور له مخې لیکلی دی: د افغانستان د بلخ قدرتمن والی«عطا محمد نور»؛ چی له قدرته له لیری کیدو څخه ډډه کوی، او سیاسی مخ په ودې بحران ته یی ګام ایښئ دئ؛ خپل ځای ناستی ته اجازه ورکړه؛ چی یواځی په خاورې د یو مړی د ښخولو په مراسمو کی د برخه اخیستو لپاره دی، دغه ولایت ته ورشی.
د فرانسی د خبری آژانس په حواله د ایسنا د راپور په اساس؛ له هغه وخت څخه چی د افغانستان ؤلس مشر«اشرف غنی» د ډسمبر په ۱۸ نیټه اعلان وکړ؛ چی عطا محمد نور یی د بلخ د ولایت له مقام څخه لیری کړئ دئ، او انجنیر محمد داوود یی د هغه پر ځای ټاکلئ دئ، نوموړی هیڅکله بلخ ته نه ؤ تللئ. عطا محمد نور چی د شاه شمال په مستعار نوم پیژندل کیږی، د بلخ ولایت له قدرت څخه چی، له ۲۰۰۴ کال څخه یی په واک کی لری، لاس نه اخلی، او پدې هکله یی د غنی ادعا چی، استعفا ورکړې ده ردوی، او د غنی د دستور په وړاندی مخالفت او مقاومت کوی.
*****
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لیکل شوی:« د طالبانو په وسیله د فراه ولایت د نیول کیدو په هکله، د دغه ولایت د مقامونو خبردارئ»
د افغانستان د فراه ولایت سیمه ایزو مقامونو د طالبانو ډلی په وسیله د یاد ولایت د نیول کیدو د احتمال په هکله، د مرکزی دولت مقامونو ته خبردارئ ورکړ.
د فراه ولایت د والی مرستیال«محمد یونس» وویل: دغه ولایت ته د ورغلو لارو دروازې، د طالبانو په کنټرول کی دی، او د کابل دولت باید، د یاد ولایت د امنیت د پوره کولو لپاره؛ عملی ګامونه پورته کړی. رسولی، د طالبانو له خوا د فراه ولایت له نیول کیدو څخه د اندیښنې په څرګندولو سره، زیاته کړه: په ځلونو یی د نوموړی ولایت امنیتی مشکلات، د ملی وحدت دولت د مقامونو په خبرتیا رسولی دی، خو پدې زمینه کی کوم اقدام نه دئ شوئ.
******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی، د شمالی کوریا د بایکاټونو د سختولو لپاره، د ۲۰ ؤ هیوادونو د فیصلی خبر ورکړ شوئ، او لیکل شوی دی: شلو هیوادونو د شمالی کوریا د اټمی پروګرام په خلاف د دباو د اچولو او د لا زیاتو بندیزونو د لګولو په سر موافقه وکړه.
د دغو هیوادونو نمایندګانو؛ د کوریا د ټاپو وزمې د امنیت او ثبات په باره کی، د کاناډا د«ونکوور» په کنفرانس کی، چی د چین او روسیې له شتون پرته ترسره شو، موافقه وکړه؛ چی د پیونګ یانګ- سئول تر منځ، د لانجو د پایداره کمیدو په منظور، د دغو هیوادونو له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړی. پدغه کنفرانس کی ګډون والو؛ د شمالی کوریا په خلاف د ملګرو ملتو د مخکنیو بندیزونو د اجرا کیدو په ضرورت باندی په ټینګار سره ډاګینه کړه: په پیونک د لازیات فشار د اچولو لپاره، ممکنه په یو اړخیزه توګه، او د ملګرو ملتو د امنیت شورا له چوکاټ څخه بهر، دغه هیواد بایکاټ کړی.
په همدی اړه؛ د امریکی د بهرنیو چارو وزیر«رکس ټیلرسن» وویل: زموږ ګډ هدف؛ د کوریا ټاپو وزمې بی وسلی کول دی، او نړیواله ټولنه؛ د شمالی کوریا اټمی مسئله په رسمیت نه پیژنی، او پدې موضوع کی ټول سره متحد دی. ټیلرسن زیاته کړه: که پیونګ یانګ، د خپلو اټمی وسلو د پریښودلو لپاره؛ چی د امریکی په خلاف زیاتیدونکئ ګواښ دئ، د خبرو اترو لاره خپله نه کړی، ممکنه ده له پوځی عکس العمل سره مخامخ شی.
********
اوس هم د چارو په اړه د یو شمیر بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوو:
یو شمېر نړیوالو رسنیو د افغانستان اوسنی امنیتی وضعیت ته کتلی.
امریکایی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د سخت دریځو پر وړاندې د هوایی حملو زیاتېدو ته توجه کړې ده.
ورځپاڼه د مقالې په لومړیو کې پوښتنه کوی، چی په ژمی کې د امریکایی ځواکونو حملې ونه ځنډېدې؛ خو ایا دا حملې طالبان له خپلو فعالیتونو راګرځوی؟
واشنګټن پوسټ لیکلی، په افغانستان کې تل په ژمی کې جګړه ورو کېږی او طالبان خپلو کلیو او تودو سیمو ته ځی.
په مقابل کې امریکایی ځواکونو په دې موسم کې ستړیا ایستله.
خو د ورځپاڼې په وینا، په شپاړسو کلونو کې لومړی ځل، ژمی ونه توانېد د امریکایی او افغان هوایی ځواکونو حملې کمی کړی او یوازی په سپتمبر میاشت کې دغو ځواکونو ۴۵۵ هوایی حملې کړی چې په منځنی ډول د ورځې پنځلس حملې راځی.
واشنګټن پوسټ لیکلی، په ټول ۲۰۱۲مېلادی کال کې چې هغه مهال تر یو لک زیات امریکایی سرتېری په افغانستان کې وو، د سخت دریځو پر وړاندی یوازی دوه سوه حملې شوی وې.
خو د ۲۰۱۷مېلادی کال له اګست څخه تر ډسمبر میاشې پوری په افغانستان کې د سخت دریځو پر وړاندی شا او خوا دوه زره حملې وشوې.
ورځپاڼې د امریکا د یوه لوړپوړی استخباراتی چارواکی له قوله راپور ورکړی چې وایی، طالب قوماندانانو ورته ویلی چې دومره درانه تلفات نشی زغملای.
واشنګټن پوسټ د بشری حقونو مدافع ډلو د خبرې یادونه کړې چې وایی، نورې هوایی حملې ښایی د ملکیانو تلفات زیات کړی.
خو پوځی چارواکو ویلی، په ټوله کې په افغانستان کې د هوایی حملو پر زیاتېدو سربېره په ۲۰۱۷مېلادی کال کې د ملکیانو تلفات د تېر کال په پرتله کم شوی دی.
نیویارک ټایمز:
یوې بلې امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلی، طالب جنګیالیو پرمختللی ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی چې افغان ځواکونه هدف وګرځوی.
ورځپاڼې د بیلګې په توګه د سې شنبې د ورځې هغې حملې ته اشاره کړې چې په کندز ولایت کې پر یوه پوسته وشوه او اته کسان پکې ووژل شول.
نیویارک ټایمز د کندز د پولیسو د قوماندان له قوله لیکلی چې وایی، د طالبانو سره قطعه په دغه ولایت کې افغان ځواکونو ته په سردرد بدله شوې ده.
د ورځپاڼې په وینا، دغې قطعې په افغانستان کې په وروستیو څو میاشتو کې له لېزری او داسی تجهیزاتو په استفاده حملې کړی چې د شپې ورباندی لیدل کولای شی.
نیویارک ټایمز د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ویلی یې دی، د امریکا جوړ تجهیزات طالبانو نیولی، غلا شوی او یا هم له افغان ځواکونو څخه پیرل شوی دی.