په امریکاکې په هرو پنځوکې یوماشوم بې وزله دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63689-په_امریکاکې_په_هرو_پنځوکې_یوماشوم_بې_وزله_دی
فائینل کال انټرنیټی سایټ لیکلی دی ، دامریکا له ماشومانو دملاتړ د بسپنې په راپور کې د دامریکائی ماشومانو دبې سرپنائۍ، لوږې ، د سلامتیا دمشکلاتو، دلیک لوست دکمزورتیاؤ او د تاؤتریخوالو په باب لړزونکی اطلاعات بیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 18, 2018 11:41 Asia/Kabul
  •   په امریکاکې په هرو پنځوکې یوماشوم بې وزله دی

فائینل کال انټرنیټی سایټ لیکلی دی ، دامریکا له ماشومانو دملاتړ د بسپنې په راپور کې د دامریکائی ماشومانو دبې سرپنائۍ، لوږې ، د سلامتیا دمشکلاتو، دلیک لوست دکمزورتیاؤ او د تاؤتریخوالو په باب لړزونکی اطلاعات بیان شوی دی .

فائینل کال انټرنیټی سایټ  راپور ورکړی ،   بې وزلی  هماغه راز  دمریکائی  ماشومانو   لمن راګیره کړې ده . او په   دغه هیواد کې په هرو پنځو ماشومانو کې  یو  ماشوم بې وزله دی .

  راپورښئ   له ماشومانو د ملاتړ دبسپنې  داحصایو په اساس  په ۲۰۱۷کال کې  دامریکا  په هرو پنځو کې تقریبا  یو کس  بې وزله دی او  په ټول کې   په دغه هیواد کې  دیارلس میلیون او دوه لکه  ماشومان بې وزله اوفقیران دی .

 همداراز  دعمومی ښونځیو څه دپاسه   یو میلیون او دوه لکه  زده کونکی  سرپناه نه لری  او زیاتره زده کونکی  پخپلو تعلیمی  سویو کې  د  لیک لوست  توانمنۍ نه لری . 

 د دغه رابور په اساس  امریکا    درې اویا  میلیون   او شپږ لکه   ماشومان لری ، چې  د هغوی د بې وزله  نفوسو   کابو اویا فی صدی برخه  ، سپین پوستی  ماشومان دی .