له برجام څخه د ملګرو ملتو د سرمنشی ملاتړ
د ډیر ستر نړیوال ارګان سرمنشی، د اټمی موافقې(برجام) له ادامی ملاتړ وکړ. د ملګرو ملتو سرمنشی«آنتونیو ګوترش»، د ګډ اقدام جامع پروګرام(برجام)، د اجرا کیدو د دویمې کالیزې په مناسبت اعلان وکړ: له برجام سره غیر مربوطی موضوعګانی باید، دغه نړیوالی موافقې ته زیان ونه رسوی.
د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» له ګواښونکو څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتو د سرمنشی دغه څرګندونی؛ مهمی بللی شوی دی.
ټرمپ څو ورځی وړاندی، د ایران په خلاف د اټمی بندیزونو د ځنډولو په تمدیدولو سره، په برجام کی د پاتی کیدو لپاره څلور شرطونه وټاکل.
هغه همداراز خبردارئ ورکړ: که دغه څلور شرطونه عملی نه شی، ۱۲۰ ورځی وروسته به؛ د بندیزونو د ځنډ له تمدیدولو څخه په ډډې کولو سره، د برجام له موافقې څخه ووځی.
په اوس حال کی، د ایران اسلامی جمهوریت؛ د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست مسؤولې؛ د فرانسی ؤلس مشر؛ او د روسیې او چین لوړ پوړو مقامونو، د برجام د موافقې په وړاندی د امریکی د ؤلس مشر له نوی دریځ سره، مخالفت کړئ دئ. دغه سند په حقیقت کی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک یوه برخه ده، او د هغه پایمالول د امنیت شورا د پریکړه لیک نقضول ګنل کیږی. د دی په ترځ کی؛ چی د اټمی وسلو د پراختیا د منعې تړون(ان؛پی؛ټی) د غړیو هیوادونو، د اټمی پروګرامونو د سوله ایز والی په هکله د نظر ورکولو، د صلاحیت لرونکی یواځنی ارګان په توګه، د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس؛ تر اوسه پوری لس ځلې په برجامی ژمنو، د ایرن بشپړ او دقیق ژمن والئ، تائید کړئ دئ.
سره له دې حاله؛ د امریکی دولت د غلیمانه سیاستونو، او د ډونالډ ټرمپ له خوا د نړیوالو موافقو د چخنی کیدو په دوام کی، سپینی ماڼۍ خبردارئ ورکړئ، چی ۱۲۰ ورځی وروسته به؛ له ایران سره د ۵+۱ ډلې د دؤو کلنو خبرو اترو په نتیجه کی له لاسته راغلې موافقې څخه ووځی، مګر دا چی د ټرمپ شرایط عملی شی. دا پداسی حال کی ده، چی همدا اوس ایران؛ الحاقی پروتکل په داوطلبانه توګه اجرا کوی، او د برجام اجرا کیدو د ایران په اټمی سوله ایزو پروګرامونو کی هر ډول ابهام له منځه وړئ دئ. له دې رویه؛ حاضر دمه د ټرمپ له خوا له څلورو ټاکل شویو شرطونو څخه، دریو شرطونو، خپل ضرورت له لاسه ورکړئ دئ. سره له دې حاله؛ د امریکی دولت هڅه کوی د دغه هیواد د کانګرس، او همداراز له تهران سره د مذاکره کونکو هیوادونو په ګواښلو او ویرولو سره، هغوی دیته اړ باسی چی د ایران اټمی او توغندویی پروګرامونه، له یو او بل سره په تړاو کی وبولی. پداسی حال کی چی ایران؛ د اروپا اتحادیی؛ روسیې؛ چین او د ملګرو ملتو سرمنشی په ځلونو اعلان کړئ، چی دغه دوی موضوعګانی له یوې او بلې سره هیڅ تړاو نه لری، او د برجام موافقه باید په بشپړه توګه دوام ومومی.
د امریکی سنټ د بهرنیو اړیکو په کمیټه کی، د ډموکراټ ګوند لوړ پوړئ غړئ«بن کاردین» وایی: د ټرمب الټیماټم د برجام په باره کی هر ډول خبری اترې لا سختی کړی دی.
دغه مسئله د دی سبب شوه، چی په ټوله نړۍ کی له برجام څخه د وتلو لپاره، د ټرمپ د احتمالی تصمیم په خلاف، د ملګرو ملتو د سرمنشی په شمول، د ټولو ترمنځ غږملتیا ولیدله شی.