په بنګله دیش کې د روهینګیائی مسلمانوکډوالوشمیرله یومیلیون کسانو واوښت
دبنګله دیش اړونده ادارو اعلان کړی دمیانمار له حکومت سره دشوی موافقې په اساس به خپل هیواد ته دروهینګیائی مسلمانو کډوالو دبیرته ستنیدا بهیر له راتلونکی اونۍ پیل شی .خو ډیری روهینګیائی مسلمانان وائی چې بیرته میانمار ته تلو ته حاضر نه دی ، ملګروملتو هم اعلان کړی دی ، میانمار ته دبیرته ستنیدو لپاره دروهنیګیائی مسلمانانو ستنیدا باید پخبلې خوښې ترسره شی .
هندوستان ټایمز ورځپاڼې پرون د د روهینګیائی کډوالو دنامو ثبتونکی بنګله دیشی مسئول سعید الرحمن له قوله لیکلی دی ، سره له دې چې شمیرنې پای ته نه دی رسیدلی ، خو تر اوسه پورې دروهینګیائی مسلمانانو شمیر چې له میانماره د ژوند دژغورنې په خاطر بنګله دیش ته کډه په سر شوی ، څه دپاسه یو میلیون کسانو نامې ثبت شوی او دهویّت کارډونه ئې ترلاسه کړی دی.
دبنګله دیش دغه مسئول مقام یادونه کړې ، چې نور په زرګونو کسان دنامو له ثبتولو لا پاتې دی . دبنګله دیش د حکومت له خوا اعلان شوی احصائې دملګرو ملتو له اندازو ډیرې زیاتې دی .
له دې مخکې ملګروملتو اړونده ادارو وئیلی وو چې د روهینګیا کابو نهه لکه دوه شپیته زره کډه په سر شوی مسلمانان دبنګله دیش په جنوب ختیځ کې سرحدی سیمو ته ورغلی دی ، چې له هغوی شپږلکه پنځه پنځوس زره کسان د تیر اګست له پنځه ویشتمې نیټې دروهینګیائی مسلمانانو په ضد د تاؤتریخوالو دنوی څپې له پیلیدا رووسته بنګله د یش ته کډه په سر شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دبنګله دیش اړونده ادارو اعلان کړی دمیانمار له حکومت سره دشوی موافقې په اساس به خپل هیواد ته دروهینګیائی مسلمانو کډوالو دبیرته ستنیدا بهیر له راتلونکی اونۍ پیل شی .خو ډیری روهینګیائی مسلمانان وائی چې بیرته میانمار ته تلو ته حاضر نه دی ، ملګروملتو هم اعلان کړی دی ، میانمار ته دبیرته ستنیدو لپاره دروهنیګیائی مسلمانانو ستنیدا باید پخبلې خوښې ترسره شی .