له ډونالډټرمپه دامریکاد ولس خپګان په زیاتیدو دی
د ډونالډ ټرمپ بې ادبه کړچار ، جنجالی څرګندونې او چلندونه او فرمانونه لامل شوی دی ، د امریکا ډیری سیاستوالان اوخلک ، ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد د ولسمشرۍ د څوکۍ وړ نه ګڼی
زمونږخبریال راپور راکړ په امریکا کې دنوی نظر غوښتنې نتیجې ښئ له خپل ولسمشر ډونالډ ټرمپه د دغه هیواد د ولس خپګان او نهیلی توب په زیاتیدا دی .
راپورښئ ، دامریکا دسی بی ایس ټیلیویژنی چینل وروستۍ نظر سنجی ښئ د دغه هیواد یوازې ۳۷فی صدی خلک د ډونالډ ټرمپ په اقداماتو خوښ دی او ۵۸فی صدی نور خلک د هغه په باب مثبت نظر نه لری .
د ډونالډ ټرمپ له کړچاره د امریکا د خلکو دخپګان اندازه د ۲۰۱۷کال له فرورۍ میاشت سره په پرتله کې څه دپاسه لس فی صده زیاته شوې ده .
دغه زیاتوالی ښئ ، هغه امریکایان چې د ډونالډټرمپ واک ته د رسیدو په وخت دهغه په باب شکمن وو ، دم ګړۍ ئې دهغه په نسبت لیدتوګې منفی شوی دی .
د ډونالډ ټرمپ بې ادبه کړچار ، جنجالی څرګندونې او چلندونه او فرمانونه لامل شوی دی ، د امریکا ډیری سیاستوالان اوخلک ، ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد د ولسمشرۍ د څوکۍ وړ نه ګڼی