دامریکا دحکومت د چټی کیدا احتمال زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63755-دامریکا_دحکومت_د_چټی_کیدا_احتمال_زیات_شوی
زمونږخبریال وایی د مالی مشکل په وجه د امریکا دحکومت د چټی کیدا لپاره اپوته شمیرنې پیل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 00:57 Asia/Kabul
  • د ډونالډ ټرمپ حکومت نه غواړي چې حکومت چټي شي خو باوري دی که چیرې ډیموکراټ ګوند ټینګار وکړ حکومت چټي شي نو دغه کار به وشي .
    د ډونالډ ټرمپ حکومت نه غواړي چې حکومت چټي شي خو باوري دی که چیرې ډیموکراټ ګوند ټینګار وکړ حکومت چټي شي نو دغه کار به وشي .

زمونږخبریال وایی د مالی مشکل په وجه د امریکا دحکومت د چټی کیدا لپاره اپوته شمیرنې پیل شوی دی .

د امریکا د بودجې د لایحې په اړه د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوند ترمینځ تاوتریخوالی هماغه راز دوام لری او دغه دوه(۲) سیاسی ګوندونه تراوسه نه دی توانیدلی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د بودجې  دلایحې په اړه موافقې ته ورسیږی .

دامریکا د ډیموکراټ او دریپبلیګن ګوند د تاوتریخوالی په وجه د بودجې لایحه نه ده تصویب شوی او د بودجې دلایحې د نه تصویبیدا په بڼه کښې به حکومت د خپلو مالی لګښتونو د تامینولو جوګه نه وی او حکومت به چټی شی .

دامریکا ډیموکراټ او ریپبلیکن ګوندونه په مشرانو جرګې سینا (Senate)کښې د بودجې دلایحې پرسر دسیالۍ په حال کښې دی او ټاکل شوی وه پرون سهار دغه دواړه سیاسی ګوندونه په مشرانو جرګې کښې د بندو ورونو شاته غونډه وکړی چې وکولای شی ځینې اختلافات حل کړي خو دغه غونډه جوړه نشوه .

دغه راز دامریکا د ولسمشر ټرمپ او د مشرانو جرګې د ډیموکراټ لږکی مشر سیناتور چک شومر(Chuck Schumer) ترمینځ په کتنې کښې هم د بودجې دموقته لایحې په اړه کومه موافقه ونشوه .

د سپینې ماڼۍ د بودجې دبرخې مدیر میک مولوانی(Mick Mulvaney) وویل د سپینې ماڼۍ د بودجې او دمدیریت ادارې  د بودجې دلایحې پر سر د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو د موافقې دنه کولو په بڼه کښې د حکومت دچټی کیدا لپاره ځان چمتو کوی .

هغه  وویل د ډونالډ ټرمپ حکومت نه غواړی چې حکومت چټی شی خو باوری دی که چیرې ډیموکراټ ګوند ټینګار وکړ حکومت چټی شی نودغه کار به وشي .