دامریکا هدف په سوریې کښې دترهګرو ژغورل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63761-دامریکا_هدف_په_سوریې_کښې_دترهګرو_ژغورل_دی
زمونږ خبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت له تورنولو د امریکا هدف د ترهګرو ژغورل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 01:30 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ د ډاډ وړ بریالیتوبونو له تحقق وروسته  له ترهګرو سره په جنګ کښې له کیمیاوي بمونو استفادې ته هیڅ ضرورت نلري .
    دسوریې پوځ د ډاډ وړ بریالیتوبونو له تحقق وروسته له ترهګرو سره په جنګ کښې له کیمیاوي بمونو استفادې ته هیڅ ضرورت نلري .

زمونږ خبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت له تورنولو د امریکا هدف د ترهګرو ژغورل دی .

د روسیې دباندنیو چارو وزارت پرون په یوې (۱) بیانیې کښې په سوریې کښې دکیمیاوی وسلو دحملو د مسول په اړه نړیوالې ټولنې ته د غلط انځور په وړاندې کولو کښې دامریکا د هدفونو  دجاجولو غوښتنه وکړه .

د روسیې دخارجه وزارت په بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو دسوریې په حکومت د کیمیاوی وسلو د حملو د مسولیت د تپلو لپاره هڅې غیر منطقی مسله ګڼی  ویل شوی دی په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو په اړه د روسیې ددریځونو په باره کښې امریکایی سند په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د تحقیاتو په اړه  موجوده حقیقی حالت داغی کوی .

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیانیې زیاته کړه دسوریې پوځ د ډاډ وړ بریالیتوبونو له تحقق وروسته  له ترهګرو سره په جنګ کښې له کیمیاوی بمونو استفادې ته هیڅ ضرورت نلری .

دسوریې په ادلب ولایت کښې په خان شیخون سیمې د تیر میلادی کال د اپریل دمیاشتې له شکمنې کیمیاوی حملې وروسته دامریکا په مشرۍ دترهګرۍ ملاتړی عربی او لویدیځ چورلیز سمدستی هڅه وکړه دغه برید د سوریې دحکومت کار وبولی خو دمشق دغه تور په کلکه رد کړی دی .

اکثره سیاسی شناندی له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت تورنول د ترهګرو په مقابل کښې د حکومتی عسکرو د بریالیتوبونو د حقیقتونو د اپوټه ښودلو او د عمومی افکارو د بې لارې کولو لپاره یوه۱(۱)هڅه بولی .